افغانستان

د کار  او  ټولنیزو  چارو  وزارت: په کابل ښار  کې په زرګونو  سوالګر  راټول شوي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤلین ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د سوالګرو د راټولولو کمېټې له لوري د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د ۴۵ زره نه زیات سوالګر چې زیاته برخه یې حرفوي سوالګرو راټول کړي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤلین ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د سوالګرو د راټولولو کمېټې له لوري د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د ۴۵ زره نه زیات سوالګر چې زیاته برخه یې حرفوي سوالګرو راټول کړي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله  ابراهیمي د هېواد ورځپانې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې و ویل: اسلامي امارت ته  د تېري ادارې څخه ګڼې ستونزې  په میراث پاتي شوې دي، له دې ستونزو یو هم په کابل ښار کې ګن شمېر سوالګر و، کله چې په  افغانستان کې اسلامي امارت واکمن شو، د کابل ښار په بېلا بېلو سیمې د سوالګرو څخه ډکې وي، د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث ملا هبة الله آخوندزاده «حفظه الله» دحکم  پر اساس او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند

تر مشري  لاندې د بېلابېلو وزارتونو ګډه کمېټه جوړه شوه، د کار او ټولنیزو چارو وزرات د یادې کمېټې کې فعال غړیتوب او ونډه لري.

ابراهیمي زیاته کړه، چې تر اوسه پورې د کابل  ښار د بېلابېلو ځایونو څخه ۴۵ زره  سوالګر چې ۱۴۶۱۳ یې ښځې، ۷۰۰۷ د لوړ عمر سړي، ۳۶۸۰ نجوني او ۲۰۵۱۴ هلکان راټول کړي او ثبت شوي دي.

د سوالګرو د راټولولو کمېټه جلا جلا دندې پر مخ  وړي، سره میاشت مستحق او حرفوي سوالګر یوې خواته کوي. دکار او ټو لنیزو چارو وزرات بې سرپرسته ماشومان چې سړک غاړې کې کار کوي هغوی ټولوي، دوی ته سر پناه ځای برابروي، روزنتونونو کې ځای ورکوي او دوی باندې درس وایي او  کورنیو چارو وزارت د ښار له بېلابېلو ځایونو سوالګر ټولوي او بایومټریک او ثبتوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزرات ویاند زیاته کړه، چې دا مهال په روزنتونونو کې د ۱۰ زره نه زیات بې سرپرسته او یتیمانانو ماشومان  موجود دي  او د دولتي روزنتونونو ترڅنګ ۳۰ خصوصي روزنتونونه هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره هوکړه لیکونه لاس لیک کړې دي.

ابراهیمي زیاته کړه، چې د ۴۵ زره نه زیات سوالګرو کې ۲ زره کورنۍ مستحقې پېژندل شوې دي چې د نفرو شمېر یې ۱۰ زرو ته رسېږي، د سرې میاشتي ټولنې لخوا ورته میاشتنی معاش ورکول کېږي.

همدارنګه د سوالګرو د راټولولو د پروګرام لړۍ په ځینو ولایتونو کې فعاله ده او په نږدې  وخت کې به ټولو ولایتونو ته وغځیږي..

د کار او ټولنیزو چارو وزرات ویاند زیاته کړه، هغه ماشومان چې د ښار په بېلابېلو سیمو، واټونو،څلور لارو سوالګرو ترڅنګ په درنو کارونو بوخت وي، هم د کار او  ټولنیزو چارو وزرات په روزنتونونو کې د ښوونې او روزنې ورکولو سربېره  د ژوند ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

همداشان ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نږدې راتلونکي وخت کې پلان لري چې  هغه هېوادوال چې زدکړې یې نیمګړې پاتي وي،او بیکاره وي د ټول هېواد په سطحه د فني او حرفوي زدکړو پروګرامونه جوړوي، خیاطي ، بریښنایي توکو جوړول، فلزکاري ، نجاري، موبایل جوړول، موټر سایکل ، موټر جوړول او په تعمیراتو کې د بریښنا د لاینونو نصبول په بېلا بېلو حرفو کې پروګرامونه دایرېږي چې د دې لارې څخه به مو زیات هېواد والو ته د کار زمینه برابره شي.

سمیع الله مومند

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *