افغانستان

په روزګان کې سلګونه زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو

د روزګان په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پرون د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د مسئولینو له لوري پیل شو.

د روزګان په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پرون د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د مسئولینو له لوري پیل شو.

د مسئولینو په خبره د دغه لړۍ په ترڅ کې به شاوخوا ۲۲۵ زره ماشومانو ته د روغتیا پالانو په مرسته ساحه په ساحه د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

د روزګان د واکسین د بیړنۍ خونې مسئول ډاکتر بخت محمد مصطفی وویل چې د روزګان ولایت د ۲۴۰ زره ماشومانو له ډلې څخه به کابو ۲۲۵ زره ماشومانو ته د دریو ورځو په موده کې د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

نوموړي له دینی عالمانو او قومي مخورو څخه غوښتنه وکړه، چی د پولیو ضد واکسین په دغه درې ورځني کمپاین کې له روغتیا پالانو سره مرسته وکړي تر څو ماشومان له فلج څخه خوندي وي.

د یادونې وړ ده،  چې د ۲۰۱۹ کال را ورسته په روزګان ولایت کی هیڅ د پولیو مثبته پیښه نده ثبت شوې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *