سیاسی

هندوستان دي له افغان ولس سره خپله مینه او دوستي په عمل کې ثابته کړي

رحمت الله فیضان هندوستان او افغانستان د تاریخی ، فرهنګی او اجتماعی مشترکاتو په در لودو سره دوه تاریخی ګاونډیان پاته شوي دی ، د دې دواړو هېواد ونو ترمنځ روابط د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې کله خواږه او کله ترخه ثبت شوي دي ؛ له هغه وروسته چي هند او افغانستان له انګلستان څخه خپلې خپلواکې تر لاسه کړې د دې دواړو هېواد ونو ترمنځ روابط د غوړېدو لور ته روان شول خصوصا له ۱۹۸۰ کال را په دیخوا هند مستقیما افغانستان ته خپل لاسونه را اوږده کړل ؛ په افغانستان کې یې د شوروي اتحاد تر

 

رحمت الله فیضان

هندوستان او افغانستان د تاریخی ، فرهنګی او اجتماعی مشترکاتو په در لودو سره دوه تاریخی ګاونډیان پاته شوي دی ، د دې دواړو هېواد ونو ترمنځ روابط د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې کله خواږه او کله ترخه ثبت شوي دي ؛ له هغه وروسته چي هند او افغانستان له انګلستان څخه خپلې خپلواکې تر لاسه کړې د دې دواړو هېواد ونو ترمنځ روابط د غوړېدو لور ته روان شول خصوصا له ۱۹۸۰ کال را په دیخوا هند مستقیما افغانستان ته خپل لاسونه را اوږده کړل ؛ په افغانستان کې یې د شوروي اتحاد تر حمایې لاندي حکومتونو ملاتړ وکړ ، د داخلې جګړو پر مهال یې د طالبانو پر ضد د طالبانو د مخالفو ځواکونو ملاتړته ادامه ورکړه او له امریکا سره یې د اسلامي امارت د سقوط په برخه کې غوښنه مرسته وکړه او د امریکا تر سقوط پوري یې په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو ملاتړ وکړ .

که څه هم هند د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې د افغانستان د بي ثباته کولو هڅه کړي خو له دې سره سره یې ځیني د خیر کارونه هم تر سره کړي دي لکه د هند افغانستان ترمنځ د تجارتي تسهیلاتو په برخه کې د هوایې دهلیزونو ایجادول ، په هرات ولایت کې د سلما بند چاري بشپړول ، د افغانستان د پارلمان ودانۍ جوړول ، د زرنج او دل آرم ترمنځ د سرک جوړول ، د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼي ترمیم ،کابل ته څیرمه د شاتوت بند جوړول ، په جلال آباد کې د مها جرینو لپاره د څلور زره کورونو جوړ ول همدا راز په روغتیا یې او تعلیمي برخو کې مرستي یې د ستایني وړ او افغانان یې قدر کوي .

په افغانستان کې د هند لاس وهنې او له دې هېواد  سره مرستي څه لله في الله هم نه وي ، د هند په بهرني سیاست کې د هند وانو لپاره د افغانستان اهمیت په دې کېو چي دوی وکړای شي د افغانستان له لارې د خپل اصلي سیال په توګه د پاکستان د سیاستونو مخه ډب کړي او له بلې خوا د منځنۍ اسیا اقتصادي بازارونو ته ځان ورسوي .

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له هغه وروسته چي افغانستان د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو ماته وخوړه او یو ځل بیا اسلامي امارت را و ګرځید د ګاونډیانو ، سیمي او نړۍ هېواد ونو په اړه د افغانستان د بهرني سیاست نقشې ۱۸۰ درجې تغییر وکړ اسلامي امارت خپل سیاست دا ډول اعلان کړ : (په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته امن راغلی دی، ټول افغانان پر یوه ټغر را ټول شوي، جنګ جګړه پای ته رسیدلې، د دې وخت رارسیدلی چې په هېواد  کې اقتصادي فعالیتونه ترسره شي، نړیوال دې زموږ له متوازن اقتصاد محوره سیاسي پالیسۍ څخه ګټه واخلي، افغانستان به نور د جګړو او آخ ډب مرکز نه وي، دلته به نور د چا په ګټه او زیان جګړه نه کیږي، نور به افغانستان د اتصال، اقتصاد او مفاهمې مرکز وي، موږ د سیمې له هېواد ونو، ګاونډيو هېواد ونو، اروپايي هېواد ونو همدا راز له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړو‌.

د اسلامي امارت په دې مجمله اعلامیه کې د هند او پاکستان لپاره هم څرګند پیغام پروت دی هغه داچي نه هند کولی شي له افغانستان څخه د پاکستان پر خلاف ګټه واخلي او نه هم پاکستان ته اجازه ورکوي چي له افغانستان څخه د هند ګټي وننګوي ،هو دغه دوه هېواد ونه کولی شي چي له افغانستان څخه د یو دریم ګړي مصلح او د مفاهمې د مرکز او د اقتصادي ګټو د اتصال د مرکز په توګه ترې کار واخلي .

ممکن د افغان حکومت دا ډول پالیسي او سیاست به د هندوستان په مزاج برابره نه وي خو افغان حکومت ته د خپل هېواد  او لس ګټي اهمیت لري د افغانستان د متوازن او بي طرفه سیاست په رڼا کې ټولي نړۍ خصوصا هندوستان ته چي د افغانستان تاریخي ګاونډی پاته شوی او تل یې له افغان ولس سره د دوستی تیږه پر سینه ډبولي خپله غیږ پرانیزي تیر په هیر ګڼي او یو ځل بیا بلنه ورکوي چي د افغانستان له اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي څخه دي ګټه پورته کړي د افغانستان له حکومت سره دي خپل تعامل ته وده او پراختیا ورکړي د افغان ولس لپاره دي خپلي نیمګړي پروژي بیرته له سره پیل او بشپړي کړي د دې ترڅنګ دی خپلي قونسلي چاري د هېواد په مرکز او ولایاتو کې له سره بیرته پیل کړي تر څو افغانان و توانیږي د درملنی او تجارت لپاره هند ته سفر وکړي او هندي ولس وتوانیږي چي د تجارت او سیاحت لپاره افغانستان ته سفر وکړي .

نن د ډاډمن امنیت په فضا کې تر بل هروخت افغانستان د سیاحت او توریزم لپاره مناسب ځای دی هندي سیاحینو ته بلنه ورکوو چي د دې ډاډمني امنیتی فضاپه غیږ کېږي د افغانستان له ښکلي هوا او جنتي طبعي مناظرو خوند واخلي .

د هند حکومت ته هم مشوره ورکوو چي د افغاني او هندي ولس د روابطو ترمنځ دي حایل نه واقع  کېږی او دا دوست ولسونه دي له یو بل سره نه بیله وي او له افغان ولس سره دي خپله مینه او دوستي په عمل ثابته کړي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *