افغانستان

نړیوال پروګرام په یوه کال کې په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه خلکو ته د خوراکي توکو مرسته کړې ده

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلکو ته د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلکو ته د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

افغان غږ خبری آژانس – کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن دوشنبه د میزان ۸ مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلی چې سږ کال د پراخ مالی بحران له امله د خوراکی توکو مرسته ۱۰ میلیونه ټنه کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان وايي، تېر کال ۲۳ میلیونه افغان وګړو د دغه سازمان له مرستو برخمن شوي دي.

څه موده وړاندې دغه سازمان اعلان وکړ، چې اټکل کېږي په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له جدي خوندیتوب سره مخ دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو دغې ادارې د بودیجې د نشتوالي له امله اړمنو کورنیو ته د مرستو کچه راټیټه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې د هرات زرګونه زلزله ځپلي د خپلو کورونو د بیارغونې لپاره مرستې ته اړتیا لري او په سړه هوا کې بهر خوب کولو ته اړ شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *