افغانستان

د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د ارزونې په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته د اترا ادارې مشرتابه سفر!

د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم او ورسره مل پلاوي د مخابراتي خدمتونو د کیفیت، پوښښ او روان وضعیت د ارزونې او څرنګوالي په موخه خوست  او پکتیا ولایتونو ته دوه ورځینی سفر وکړ.

د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم او ورسره مل پلاوي د مخابراتي خدمتونو د کیفیت، پوښښ او روان وضعیت د ارزونې او څرنګوالي په موخه خوست  او پکتیا ولایتونو ته دوه ورځینی سفر وکړ.

په دغه سفر کې الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم د خوست او پکتیا ولایتونو د مخابراتو د رېیسانو ترڅنګ د اترا ادارې له استازو او د یادو ولایتونو په کچه د مخابراتي شرکتونو له نماینده ګانو سره هم وکتل. مولوي صاحب د اترا ادارې په فعالیتونو  اولاسته راوړنو رڼا واچوله  او د خوست او پکتیا ولایتونو لپاره یې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې په راتلونکو پلانونو خبرې وکړې، او په یادو ولایتونو کې یې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او لا ښو او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو په هکله اړوندو ادارو او د مخابراتي شرکتونو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې. همداراز، د اترا ادارې رئیس د پکتیا په اړه اوئیل چې یاده اداره په پکتیا ولایت کې د مخابراتي خدمتونو پرمختیایي بودجې پرمت ۲۲ نوي مخابراتي انتنونه جوړوي چې د پکتیا ولایت دیرو سیمو ته به مخابراتي خدمات ورسېږي.

د یادولو وړ ده چې د مخابراتي خدمتونو پرمختیایي بودجې له لارې له لومړۍ تر نهمې پروژې پورې د هیواد په کچه په بېلابیلو ولایتونونو کې ټول ټال ۸۶۰ مخابراتي آنتونونه نصب او فعال شوي او د دې لړۍ په لسمه پروژه کې په مجموعي توګه ۴۵۰ سایټونه شامل دي، چې د هیواد په ۱۸ ولایتونوکې د ۲۷۹ نويو مخابراتي سایټونه جوړولو چارې شاملې دي، چې د یو کال په اوږدو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *