مولوی حنفي:سیمه ییز مسؤلین مکلف دي چې د خلکو ستونزې حل کړي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر دینيعالمانو، متنفذینو او سیمه ییزو مسؤلینو سره په کتنه کې وویل چې سیمه ییز مسؤلین د خلکو د خدمت او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې مکلفیت لري او په دې برخه کې باید هېڅ ډول ناغېړي ونکړي.

یادو ديني عالمانو او قومي مشرانو په دغه کتنه کې په خپلو ولایتونو کې د ټولنیز، اقتصادي او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته مالومات ورکړل.
دوی په هېواد کې د سرتاسري امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې سیمه ییز مسؤلین خلکو ته د خدمتونو رسولو او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې هڅې نه سپموي.
دوی همدارنګه د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د بېلابېلو ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د پراختايي پروژو په تطبیق سره ښوونې او روزنې، د اوبو بندونو جوړولو او خلکو ته د کار موندنې برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د زرګونو مجاهدینو د مېړانې او د افغانستان د مجاهد پروره خلکو د زحمتونو او سرښندنو په پایله کې بیا واکمني ترلاسه کړې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال یادو دیني عالمانو او سیمه ییزو مسئولنیو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د تطبیق، د اوبو بندونو جوړولو، ښوونې او روزنې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخو کې هڅې وکړي.