گزارش

فلسطینیان په ډېره بېرحمۍ شهیدانېږی

د حماس بريدونو کې د لږترلږه ۹۰۰ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او له غزې تراړې بيا د اسرائیل په هوايي بريدونو کې تر دې دمه د نږدې ۷۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی دی. پر اسرائیل بريد کې د ۱۱ امريکايانو وژل کېدل هم تائيد شوي دي.‌

د حماس بريدونو کې د لږترلږه ۹۰۰ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او له غزې تراړې بيا د اسرائیل په هوايي بريدونو کې تر دې دمه د نږدې ۷۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی دی. پر اسرائیل بريد کې د ۱۱ امريکايانو وژل کېدل هم تائيد شوي دي.‌

د ټايمني د ۵ سړک اوسېدونکی امېد((حيدري))،چې د دوکانداري دنده لري  پرفلسطينيانو د اسرائیل د هوايي او ځمکني بريدپه تړاو،چې د غزې ښار د ورانۍ ، د خلکود وژنې او بې برخليکۍ لامل شوی وايي:

د فلسطين مسلمان خلک په ډېره بېرحمۍ د اسرائیل يرغلګر ځمکنيو او هوايي بريدونو له امله شهيدان او مهاجر کېږي او هره ورځ د مهاجرو شمېر لوړېږي،چې دا حالت ډېر خواشينوونکی دی.د هرمسلمان زړه خوږوي،نو په کار دي،چې زموږ خلک او اسلامي امارت د فلسطين د خلکو ملاتړ او لاس نيوي ته ځانونه چمتو کړي.جګړه بربادي او ورانۍ زېږوي.دا منو،چې حماس پراسرائیلو د تېروخت د وژنو د غچ اخيستلو لپاره پراسرائیلو راکټونه وتوغول؛خو د اسرائیل تيري کوونکي ځواکونو د فلسطين پر عام خلکو غير انساني بريدونه پيل کړي او د هرې ورځې په تېرېډو سره پراخېږي.د جګړې دوام د دواړوهېوادونو دخلکو په زيان دی؛نو په کاردي،چې ژر ترژره جګړه ودرول شي او راولاړه ستونزه د خبرو له لارې حل شي.فلسطين بايد د يوه خپلواک دولت په توګه وپېژندل شي او د دې ترڅنګ د فلسطين او اسرائیل ترمنځ د يو بل په کورنيو چارو کې له لاسوهنې ډډه وشي.دا يوازنۍ لارده،چې د تل لپاره به د دواړو اړخونو ترمنځ اوږده دښمني له منځه يوړلی شي.

د علومو اکاډيمۍ د فلسفې انسټيټوټ غړی څېړنپوه سلطاني منګل پرفلسطينيانو د اسرائیلو تاوتريخوالي ته په کتوسره وايي:موږ د څلورنيمو لسيزو په اوږدو کې جګړه ليدلې او له ډېرو ناخوالو او بدمرغيو سره مخ شوي يو،چې د رسېدليو تاوانونو او ټپونو جبيره کول ډېر دروند او ستونزمن کار دی.په دغو جګړو کې زموږ د هېواد اقتصادي،فرهنګي او ټولنيز بڼسټونه له منځه تللي وو،چې اوس د هغو د بېرته جوړولو لپاره هلې ځلې روانې دي؛خو کلونه وخت نيسي.

په دغو جګړوکې زموږ د ډېروخلکو د شعور سطحه دومره ټيټه شوې،چې حقيقتونه نه شي پېژندلی.هغه ښه سلوک اواخلاق،چې پخوا شتون درلود هغه اوس په خلکو کې په لږه اندازه ليدل کېږي.د افغانستان تېرې جګړې ته په کتوسره د اسرائیلو او فلسطينيانو جګړه به هم ډېرې ناخوالې او بدمرغۍ وزېږوي.روانه جګړه د دواړو هېوادونو په تاوان ده.له دغې جګړې ملاتړ کوونکي ستر هېوادونه ګټه پورته کوي.امريکا او لويديځو هېوادونو له اسرائیل څخه خپل ملاتړ په زغرده اعلان کړی دی.دوی بايد دغه روانه جګړه غندلې وای او د درولو لپاره يې لاس په کار شوي وای؛خو قضيه بل ډول ده.د اسرائیل او فلسطين خلک په دې پوه شي،چې روانه جګړه د دوی په ګټه نه ده.

ده زياته کړه:اسرائیل له خپل پيدايښت څخه راهېسې د امريکا او لويديځو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري.که تاريخ ته وګورو راته به جوته شي،چې اسرائیل د امريکا او انګريزپه غوښتنه منځ ته راغلی دی.داسرائیل له پيدا کېدو راهيسې د فلسطينيانو ډېرې مځکې اشغال شوي او هغه يې دخپلې خاورې برخه ګرځولې ده.بيايې په دغو مځکو کې خپلو اسرائیليانو ته ښارګوټي جوړ کړي،چې په کې هوسا ژوند ولري.له دغه حقيقت څخه څوک سترګې نه شي پټولی.کله،چې په ۱۹۴۷ زېږديز کال د نومبر په ۲۹ د اسرائیل دولت منځ ته راغی له هماغه پيل څخه له فلسطينيانو سره يې ډغرې پيل کړې تر داننه پورې.په دغه زماني موده کې ډېر فلسطينيان د اسرائیلو له خوا شهيدان شوي دي.همداسې فلسطينيان هم کرار نه دي ناست او په متقابله بريدونو يې لاس پورې کړي دي.لکه اوسنی بريد،چې حماس د فلسطينيانو د مقدساتو او ملي ارزښتونو د خوندي کولو لپاره پر اسرائیلو پيل کړی دی.زه د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطينيانو مقاومت برحق بولم.

دی وايي:د اوکراين جګړه کې هم د امريکا او لويديځ لاس دی؛روسيه هم هڅه کوي د ځان لپاره ملاتړي پيدا کړي،چې د امريکا او لويديځ پر وړاندې ودرېږي.امريکا او روسيه هلې ځلې کوي،چې د اوکراين په جګړه کې بريالي شي.د فلسطين او اسرائیلو جګړه هم د اوکراين جګړې سره ورته والی لري او کېدای شي،د اوکراين جګړې بڼه غوره کړي.امريکا اسرائیلو ته خپله پر وسلو بار جنګي بېړۍ لېږدولې ده.کېدای شي فلسطينيانوته خپل ملاتړې وسلې ولېږدوي.امريکا ته په کار ده،چې اسرائیلو ته د وسلو ورکولو په ځای د سولې راوستو خبرې غوره وبولي.څومره،چې اسرائیلو ته وسلې ورکړل شي هغومره تاوتريخوالی او کړکېچ ډېريږي.که داسې ونه شي د اسرائیلو او فلسطينيانو جګړه پراخېدای شي.د افغانستان د اسلامي امارت دريځ هم د سولې راوستلو دريځ دی. د دې ترڅنګ پر فلسطين د اسرائيلو يرغل يې غندلی دی.ټول هېوادونه دنده لري،چې د جګړې دواړو لوريو ته وسلې ورنه کړي،چې د جګړې لمن پراخه نه شي.

ښاغلی منګل وايي:موږ د څلورنيمو لسيزو جګړو او مهاجرتونو ستونزې او ناخوالې ليدلي دي.دا روښانه شوې،چې په تېرو تپل شوې جګړه کې د سترو قدرتونو او دسيمې هېوادونو لاس وو او همدا اوس هم موږ په آرامه نه پرېږدي.بيا هم زه خپله خبره تکراروم،چې د جګړې له لارې د فلسطين کشاله نه شي هواريدلی.همدا اوس زموږ مهاجر وروڼه په پاکستان کې په بنديخانو کې اچول کېږي.يو شمېريې په سمندرونو کې ډوبېږي او همداسې څه يې په لارو کې يرغمل نيول کېږي.فلسطينيان هم ورته ستونزې سره مخ شوي دي.موږ د فلسطين د خلکو مقاومت د يرغلګر اسرائيل پر وړاندې برحقه بولواو د جګړې د ټغر ټولولو هيله لرو.

نوري – اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *