افغانستان

شبرغان – مزارشریف لویې لارې د ۷۶ کیلومتره سړک بیارغونې چارې پیل شوي

د جوزجان د ټولګټو ریاست مسئولینو ویلي؛ چې یاد سړک د ټولګټو وزارت له لوري د اته میلیونو افغانیو په لګښت بیارغول کېږي، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د جوزجان د ټولګټو ریاست مسئولینو ویلي؛ چې یاد سړک د ټولګټو وزارت له لوري د اته میلیونو افغانیو په لګښت بیارغول کېږي، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

موټر چلوونکي او مسافر د دغې مهمې لويې لارې د بیا رغونې په موخه د اسلامي امارت د هلو ځلو هرکلی کوي او وايي، چې په رغېدو سره به یې د تګ راتګ پر وړاندې شته ډېرې ستونزې هوارې شي.

د اسلامي امارت په راتګ سره د لویو لارو اساسي جوړولو او بیارغولو ته پاملرنه  زیاته شوې، چې دا مهال د سالنګونو د بیارغولو چارو سربېره د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغولو چارې هم روانې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *