افغانستان

د ټولګټو وزارت سرپرست پکتيا او خوست ته د کاري پروژو ارزونې په موخه سفر کړی

د ټولګټو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثانی د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یوه تخنيکي ټيم په ملتیا پکتیا او خوست ولايتونو ته سفر کړی او د دغه وزارت کاري پروژوڅخه یې له نږدې لیدنه کړې.

د ټولګټو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثانی د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یوه تخنيکي ټيم په ملتیا پکتیا او خوست ولايتونو ته سفر کړی او د دغه وزارت کاري پروژوڅخه یې له نږدې لیدنه کړې.

په دغه سفر کې د ټولګټو وزارت سرپرست د پکتيا ولایت ګرديز – زورمت ۲۰ کيلومتر سړک او په خوست ولایت کې د فارم باغ پل د تحکیم کارۍ او استنادي دېوال پروژې له کاري بهیر څخه له نږدې لیدنه کړې.

دغه راز سرپرست وزیر د خوست ولایت د غلام خان بندر له سړک او ترازو څخه چې یو ترانزیټي مسیر دی هم لیدنه کړې.

ملا محمد عیسی ثانی په دغه سفر کې د یادو ولایتونو دریاستونو له رئیسانو او کارکونکو سره لیدنه کړې او د یاد ریاست فني او مسلکي کار کوونکو ته یې د کار د لا ښه والي، چټکتیا او د پروژو پر نظارت لازمې لارښونې کړي او د یادو ولایتونو رئیسانو ته یې دنده سپارلې؛ تر څو هغه سړکونه چې بیارغونه یې اړینه ده او تر اوسه ندي رغول شوي، د راتلونکي کال په کاري پلان کې شامل کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *