افغانستان

په کابل ښار کې ۷ کسان د غلا په تور ونیول شول

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د غلا په تور د ۷ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د غلا په تور د ۷ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امنیې قومندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، نیول شوي کسان دوه ډلې دي، چې لومړۍ ډله يې ۴ کسان دي او په کابل ښار کې د موټرو د غلا په تور او ۲مه ډله يې ۳ کسان دي، چې له خلکو څخه یې د مبایلونو، پیسو او د جېب وسایلو د غلا په تور لاس په لاس نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر بشپړېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې د غلو مختلفې ډلې نیولې او د قانون منګولو ته يې سپارلې وې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *