د مالیې وزارت مالي مرستیال د خوړو نړیوال پروګرام له مشرې سره لیدنه کړې
د مالیې وزارت مالي مرستیال او کفیل حاجي عبدالقدیر احمد په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له مشرې مېرمن “شاو وې لي” سره لیدنه کړې او هېواد کې یې د خوړو نړیوال سازمان په فعالیتونو او راتلونکو پلانونو خبرې کړې دي.

ښاغلي احمد د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې له جاري فعالیتونو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې مالیې وزارت به په بشري او پراختیایي برخو کې د (WFP) د فعالیتونو لپاره د لا ډېرو همکاریو او اسانتیاوو رامنځته کولو ته دوام ورکوي.
اغلي “لي” مننه کړې، چي مالیې وزارت د بشري مرستو د رسولو په برخه کي ګمرکي او مالیاتي اسانتیاوي رامنځته کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام مشرې ویلي، چې (WFP) د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د بهرنیو مرستو د راجلبولو په موخه به د افغانستان د وضعیت او بشري مرستو ریښتینې انځور نړیوالو ته وړاندې کړي.