افغانستان

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو لوی رئیس: نیږدې راتلونکي کې به تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لپاره ځانګړی پوهنتون جوړ شي

د میدان وردګ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لوري د ځوانانو د تشویق او هڅونې په موخه د ولایت په کچه د یو شمېر زده کوونکو په لاس جوړ شويو تخنیکي وسایلو لپاره  یو ورځنی نندارتون جوړ شوی.

د میدان وردګ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لوري د ځوانانو د تشویق او هڅونې په موخه د ولایت په کچه د یو شمېر زده کوونکو په لاس جوړ شويو تخنیکي وسایلو لپاره  یو ورځنی نندارتون جوړ شوی.

په دغه نندارتون کې چې د یاد ولایت مختلفو ولسوالیوڅخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتیوتونو او لېسو د شاګردانو له لوري  د تخنیک او صنعت په برخو کې جوړ شوي وسایل نندارې ته وړاندې کړل.

په یادو جوړو شوو تخنيکي وسایلو کې د نابینایانو لپاره ځیرکې عینکې،  امسا، او ځیرکه باطله داني، برقي جارو، اسکواټور،M4 ټوپکونه، ریموټ کنټرول موټر، د چرګوړو د تولید ماشين، ټانګ، چورلکه او نور ګڼ شمېر وسایل شامل وو چې د یادو زده کړیالانو له لوري په ډېرو کمو امکاناتو جوړ شوي وو.

په یاد نندارتون کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو عمومي رییس مولوي غلام حیدر شهامت هم ګډون درلود.

ښاغلي شهامت د دې ولایت نوښتګر ځوانان ستایلي او ویلي يي دي، په نیږدې راتلونکي کې به تخنیکي او مسلکي زده کړو ته  ځانګړی پوهنتون جوړ کړو، چې یوازې د تخنیکي زده کړو شاګردان به پکې روزل کیږي.

د میدان وردګو ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي حکمت الله حکمت ویلي، په دې نندارتون کې ۳۰ تنه زده کوونکو خپل اختراع شوي وسايل نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه نندارتون څخه یې موخه د نوښتګرو ځوانانو هڅول دي.

د دغه نوښتګرو ځوانانو څخه یو تن چې د  زیرکو عینکو،  امسا، او باطله دان٬ اختراع یې کړې ویلي، خوښ یم چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له لوري داسې نندارتون په لاره اچول شوی چې ځوانان خپل اختراعات پکې  نندارې ته وړاندې کوي، له دې سره دځوانانو ترمنځ تجربې شریکې کیږي، ځوانان هڅول کیږي او د مشرانو باور پخپل ځوان قشر زیاتیږي.

نوموړي د اسلامي امارت له مسولینو غوښتنه کړې، چې د لانورو زده کړو او کار کولو زمینه ورته  برابره کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *