افغانستان

کندهار کې د مستعدو ځوانانو ستاینه شوې

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د بینوا کانکور مرکز د یوې غونډې په ترڅ کې د ورزش او تعلیم په برخو کې هغه ځوانان ستایلي، چې د پام وړ لاسته راوړنې یې درلودې.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د بینوا کانکور مرکز د یوې غونډې په ترڅ کې د ورزش او تعلیم په برخو کې هغه ځوانان ستایلي، چې د پام وړ لاسته راوړنې یې درلودې.

په دغې غونډه کې د ۱۴۰۲ زیږدیز کال د کانکور هغه  بریالي ځوانان هم ستایل شوي، چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې دي.

په مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني، د کندهار پوهنتون مشر او نورو مشرانو او ځوانانو ګډون درلود.

غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس انعام الله سمنګاني ویلي چې له نړیوالو سره د سیالۍ لپاره کار ته اړتیا ده او په دغې برخه کې د ځوانانو رول مهم دی.

ښاغلي سمنګاني ځوانان وهڅول، تر څو په طب، انجینری، کمپیوټر ساینس او نورو برخو کي لوړې زده کړې وکړي، اسلام او هېواد ته کار وکړي او خپل دین او دنیا دواړه ښایسته کړي.

په دغې ستاینغونډه کې د جنوب لوېديځې حوزې په کچه د کانکور اول نمره دادالله هم، چې ۳۴۴ نمرې یې تر لاسه کړي، ستایل شوی او د ستاینلیک ترڅنګ پنځه زره افغانۍ نقدي ډالۍ هم ورکړل شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *