د کرنې وزارت پلاوي د یاد وزارت لومړیتوبونو د پلي کېدو په موخه د سرپل له والي سره لیدنه کړې
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنيکي پلاوي د یاد وزارت کاري لومړيتوبونو د تشریح او د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ د جلب د سرپل له والي مولوي محمد يعقوب عبدالرحمن اکه سره لیدنه کړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنيکي پلاوي د یاد وزارت کاري لومړيتوبونو د تشریح او د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ د جلب د سرپل له والي مولوي محمد يعقوب عبدالرحمن اکه سره لیدنه کړې.
د دې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مولوي مصباح الدین مستعین د سرپل له والي سره د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د پراختیا په هکله خبرې کړي.
د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د معیاري کولو په موخه د کرنې وزارت پروګرامونو په اړه خبرې کړي او په نخي بوجیو کې د پنبې حاصلاتو د راټولولو په برخه کې د سرپل ولایت له چارواکو د همکارۍ غوښتنه کړې.
همداراز خوګیاڼي د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه د سرپل والي ته معلومات ورکړي او د سرپل له والي څخه یې غوښتنه کړې، چې د دې ولایت له ولسوالانو او امنیه قوماندانانو سره ګډه ناسته وکړي او دغه موضوع له دوی سره شریکه کړي.
د سرپل والي مولوي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه د کرنې وزارت د پروګرامونو هرکلۍ کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د کرنې وزارت د پروګرامونو د پلي کیدو په برخه کې به لازمه همکاري وکړي.