افغانستان

د پوهنتونونو د لابراتواري موادو او تجهيزاتو نوملړ چمتو کولو لومړی پړاو کلسټر پیل شو

د لوړو زده کړو وزارت له لوري نن د هېواد د پوهنتونونو موجوده  څانګو د عملي او تطبيقي مضامينو مفرداتو پراختيا او د لابراتواري موادو، وسايلو او تجهيزاتو لست چمتو کولو لومړی پړاو کلسټر پیل شو. د یاد کلسټر په موخه د هېواد د بېلا بېلو پوهنتونونو استادان رابلل شوي او ۵ ورځې به دوام وکړي.

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري نن د هېواد د پوهنتونونو موجوده  څانګو د عملي او تطبيقي مضامينو مفرداتو پراختيا او د لابراتواري موادو، وسايلو او تجهيزاتو لست چمتو کولو لومړی پړاو کلسټر پیل شو. د یاد کلسټر په موخه د هېواد د بېلا بېلو پوهنتونونو استادان رابلل شوي او ۵ ورځې به دوام وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف اللّٰه خيرخواه د یاد کلسټر د پیل

په مراسمو کې وویل چې پوهنتونونه بايد خپل کاري پلانونه داسې چمتو کړي، چې د هېواد تطبيقي اړتياوې پوره کړي. خیرخواه زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، چې پوهنتونونه له نظرياتي او سليقوي کشمکشونو څخه خلاص او علمي او تطبيقي برخې ته ډېر کار وکړي.

د نوموړي په خبره د روان کال تر پای پورې به د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو د ښوونې

او روزنې او ساينس پوهنځيو لابراتوارونه فعال او په ټولو اړينو وسايلو سمبال شي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین همدارنګه وویل چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو د اړونده پوهنځيو لپاره مجهز لابراتوارونو جوړولو پلان تر کار لاندې دی.

د یاد کلسټر ګډون کوونکي به د عملي او تطبیقي مضامینو د مفرداتو د پراختیا او د لابراتواري موادو، وسایلو او تجهزیاتو نوملړ چمتو او د لوړو زده کړو وزارت په واک کې به یې ورکړي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ډاډ ورکړ، چې په ټول توان سره د پوهنتونو د بډاینې او د جوړېدونکي نوملړ د اړوندو توکو د چمتو کېدو هڅه وکړي.

د پوهنتونونو یو شمېر استادانو، چې په دغه کلسټر کې یې ګدون کړی وو، هم خوښي څرګنده کړه، چې د یاد کلسټر په تطبیق سره په پوهنتونو کې د تطبیقي مظامینو د عملي کېدو لپاره زمینه برابره شي.

هېره دې نه وي، چې دا لومړی ځل دی، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تطبیقي مضامینو د مفرداتو د پراختیا او لابراتواري موادو، وسايلو او تجهيزاتو د نوملړ چمتو کولو په موخه یاد پروګرام په لاره اچولی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *