افغانستان
په لوګر کې د څه باندې ۴۴ زره ډالرو په لګښت یو کانال ورغول شو
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسونې د یو کانال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسونې د یو کانال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي منابعو آمر انجنیر نصرالدین بهیج باختر آژانس ته وویل، چې د شاخ قند کانال، چې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سفیدسنګ کلي کې د سولې بنسټ موسسې په مالي ملاتړ د څه باندې ۴۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د شاخ قند کانال په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی، چې ۱۲۰۰ متره اوږدوالۍ لري. د نوموړي په خبره؛ د یاد کانال له جوړېدو سره به له یوې خوا سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې او په ورته وخت کې به د اوبو له ضایعاتو څخه په ښه توګه مخنیوی وشي.