گزارش

د سیلانیانو راجلبولوته باید زمینې برابرې شي

زمونږ ګران هیواد سرلوړی افغانستان د خپل ښه جغرافیایي موقعیت له پلوه په ټوله کې د سیمې او نړۍ د سیلانیانو د راجلبولو لپاره ښه په زړه پورې طبیعي مناظر او لرغوني ځایونه لري، بناً توریزم یا ګرځندوی برخې ته پاملرنه او په دې برخه کې پانګونه په ټوله کې د هیواد په اقتصادي عوایدو کې لوړوالی راولي، ځکه چې توریزم یا ګرځندوی برخې ته پاملرنه په حقیقت کې سیلانیان را جلبول او ترڅنګ یې د هیواد عواید هم لوړوي، البته زمونږ هیواد د خپل ښه جغرافیایي

 

زمونږ ګران هیواد سرلوړی افغانستان د خپل ښه جغرافیایي موقعیت له پلوه په ټوله کې د سیمې او نړۍ د سیلانیانو د راجلبولو لپاره ښه په زړه پورې طبیعي مناظر او لرغوني ځایونه لري، بناً توریزم یا ګرځندوی برخې ته پاملرنه او په دې برخه کې پانګونه په ټوله کې د هیواد په اقتصادي عوایدو کې لوړوالی راولي، ځکه چې توریزم یا ګرځندوی برخې ته پاملرنه په حقیقت کې سیلانیان را جلبول او ترڅنګ یې د هیواد عواید هم لوړوي، البته زمونږ هیواد د خپل ښه جغرافیایي موقعیت، پاک الله (ج) ورکړیو طبیعي ښکلاګانو، تاریخي او لرغونو ځایونو په لرلو سره د سیمې او نړۍ د سیلانیانو او ګرځندویانو د جذب ښه ځای دی، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د هیواد د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي، دبدخشان ولایت سرحدی ولسوالیو ته دبهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی دی، د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، په پامیرکې هوسا طبیعت، د واورینو پړانګانو او نورو نادرو وحشي حیواناتو شته والی او د امنیت ښه والی دبهرنیو او کورنیو سیلانیانو پام ځانته ور اړولی دی او هره میاشت لسګونه بهرني او سلګونه کورني سیلانیان له سرحدي ولسوالیو څخه لیدنه کوي، سیلانیان هم د سرپرست حکومت له بیا واکمنیدو وروسته د سرحدی ولسوالیو امنیت ښه بولي او وایي چې د ولسوالیو طبیعي منظرې او هوا په نړۍ کې بې سارې ده، واخان ولسوالۍ، د فیض آباد ښارشمال ختیځ ته  په ۳۰۰ کیلو مترۍ کې پرته ده او د تاجکستان، پاکستان او چین له هیوادونو سره نږدې ۵۰۰ کیلو متره ګډه پوله لري.

البته د بدخشان ولایت په څیر زموږ د هیواد نور ولایتونه هم ډیر ښکلي طبیعې مناظر، په زړه پورې سیمې اوځایونه، بهانده او څپانده سیندونه، بندونه، بڼونه، ځنګلونه، هسک هسک غرونه، تاریخي ځایونه او … لري، چې دا ټول د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د را جلبولو وړتیا لري، باید هراړخیزه پاملرنه ورته وشي.

هیره دې نه وي چې توریزم یا ګرځندوی ډیری هیوادونو ته ښه عایداتي سرچینه ده، پردې اساس د نړۍ د سیلانیانو او ګرځندویانو له لورې د ‌ډیر اهمیت وړ ګڼل کېږي، البته توریزم، ګرځندوی او سیاحت په حقیقت کې هغه درې مفاهیم دي چې  په بیلابیلو ژبو کې یو مفهوم وړاندې کوي چې موخه یې د طبیعت له ښکلاوو، لرغونو آبداتو او لاسي صنایعو څخه لیدنه، کتنه او خوند اخیستنه ده .

په دې اړوند په ځینو لیکنو کې دغه  برخې ته دا ډول اشاره هم شویده : « د توریزم وده په یوه ملک کې نه یوازې دلرغونیو آبداتو او طبیعي مناظرو پر موجودیت ولاړه ده، بلکې له یوه ملک څخه د سیلانیانو لیدنه او کتنه د فرهنګونو تبادله او پرتله هم را منځته کوي خو هغه څه چې د سیلانیانو او ګرځندویانو هوا طبیعت را پاروي د یوه ملک طبیعي مناظر او لرغوني آبدات او جوړ شوي لاسي صنایع دي چې په دې اړه مهم رول لري.

د یادونې وړ ده چې په نړیواله کچه توریزم(ګرځندویي یا سیاحت) په ۱۸۴۰ میلادي کال د یوه ټولنیز پرمختللي حرکت په توګه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې په فعالیت پیل کړی چې د زمان پر دغه مقطع کې افغانستان له انګریزانو سره د لومړي  جنګ په درشل کې قرار درلود خو دغه حرکت په ټولو اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې ډیر ژر وده وکړه او د نړۍ د زیاتره هیوادونو او سازمانونو پام یې ځان ته راجلب کړ تر څو له یو سل او څلویښت کاله وروسته یعنې په ۱۹۸۰ کال کې د نړۍ د لومړۍ درجې صنعت په توګه یې خپل مقام تر لاسه کړ. د توریزم له برکته نړیوال مالي بیلانسونه وخت پر وخت د تریلینونو ډالرو پورې لوړ شول، د توریزم د همدې اهمیت له کبله د نړۍ هیوادونه زیار باسي چې د توریزمي فعالیتونو لپاره زمینه  برابره کړي تر څو له دې لارې لوړ عواید په لاس راوړي. په نوره نړۍ کې په توریستي مرکز ځایونو کې د توریستانو لپاره رسټورانونه، هوټلونه او د دوئ د امنیت لپاره لازم تدابیر نیول کېږي او یا په بل عبارت د سیلانیانو له غوښتنې او تقاضا سره سم دوئ خپل امکانات برابر وي.»

البته دې ټکي ته موباید پام وي چې د اوس لپاره له نیکه مرغه افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په خپلو ۳۴ ولایتونو کې بیلا بیل ښکلي، په زړه پورې او زړه راښکونکي طبیعې مناظر، لرغونې آبدات او ډول ډول جوړ شوي لاسي صنایع لري، نوغوره خبره داهم ده چې الحمدلله د اوس لپاره په ټوله کې دهیواد په کچه امنیت تامین دی، نو له شک پرته دا ټول هغه څه دي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه سیلانیان را جلبولی شي، بناً د افغانستان اسلامی امارت د اړوند دولتي ارګانونو ترڅنګ، خصوصي پانګه وال باید د هیواد په ګڼ شمیر ولایتونو کې د همت ملا وتړي او په بیلا بیلو برخو کې پانګونې وکړي او په ځانګړي توګه  دسیلانیانو د راجلبولو لپاره مناسب اقدامات او لازمې آسانتیاوې را منځته کړي ترڅو دهیواد بیلابیلو ولایتونو ته د کال په مختلفو موسمونو کې د ګڼ شمېر سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو څخه د سیلانیانو دسفر په لړکې دولتي او خصوصي بنسټونو او په ټوله کې هیوادوالو ته هراړخیزې اقتصادی ګټې ورپه برخه شي.

هیره دې نه وي له کومو ځایونو څخه چې بهرني او کورني سیلانیان لیده کاته کوي، له شک پرته چې له اړتیا سره سم ګڼ شمیر هیوادوالوته د اقتصادي ګټو ترڅنګ کاري بوختیاوې هم رامنځته کیږي، لکه د سیلانیانو د تګ راتګ لپاره موټرونو ته اړتیا ده، د خوراک، څښاک او اوسیدو لپاره یې هم د هوټلونو شتون ډیر اړین دی، بناً ددغه چارو تنظیم په خپله هیوادوالو ته دکاري بوختیاوو د رامنتځته کیدلو ترڅنګ واقعاً د اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو زمینه هم برابروي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *