گزارش

د قوشتېپې کانال او ورسره تړلي ملي هېلې!

د قوشتېپې کانال د افغانستان په تاريخ کې لويه حياتي، انکشافي او اقتصادي پروژه ده، اټکل کېږي چې په دومره هر اړخيزه لوړه کچه انکشافي پروژه نه پخوا ترسره شوې وه او نه به وروسته پلي شي.هيله من يم چې ياده پروژه په بشپړه توګه پلي او تطبيق شي. په دې مقاله کې مقدمه، د قوشتېپې کانال تاريخچه، پېژندنه، جوړښت، اقتصادي ارزښت يې، د قوشتېپې کانال حقوقي حيثيت، د قوشتېپې کانال په پروژه کې د اسلامي امارت رول، د قوشتېپې کانال اړوندوګاونډيانو تهمتونه، پايله، وړانديزونه او ماخذونه لولئ!

 

د قوشتېپې کانال د افغانستان په تاريخ کې لويه حياتي، انکشافي او اقتصادي پروژه ده، اټکل کېږي چې په دومره هر اړخيزه لوړه کچه انکشافي پروژه نه پخوا ترسره شوې وه او نه به وروسته پلي شي.هيله من يم چې ياده پروژه په بشپړه توګه پلي او تطبيق شي.

په دې مقاله کې مقدمه، د قوشتېپې کانال تاريخچه، پېژندنه، جوړښت، اقتصادي ارزښت يې، د قوشتېپې کانال حقوقي حيثيت، د قوشتېپې کانال په پروژه کې د اسلامي امارت رول، د قوشتېپې کانال اړوندوګاونډيانو تهمتونه، پايله، وړانديزونه او ماخذونه لولئ!

مقدمه:

د الله رب العزت له سترو نعمتونو څخه، تر نورو ټولو اهم نعمت اوبه دي. الله رب العزت مطلق خالق او پيداکونکی ذات دی، د هرڅه د پيدايښت مطلق اختيار لري، د خپل الهي قدرت پر اساس يې پيداکوي. د مخلوقاتو په تخليق کې هيڅ واسطې ته اړتيانه لري. انسانان، حيوانان او نباتات، ياپه بله اصطلاح( ټول ژوندي مخلوقات) ذوالجلال په خپل کامل قدرت پيداکړي دي خو بيايې نشوه او نما په مختلفو اسبابو ورکړې ده.د ژوند دبقا له پاره، دنورو اسبابو په نسبت اوبه لوی سبب دي،لکه چې الله (جل جلاله) فرمايې:

ژباړه: او پيداکړي دي موږ(الله) له اوبو څخه هر شی ژوندی.

تفسير: يعني عمومًا ژوندي موجودات چې ستاسي په نظر درځي بالواسطه يا بلاواسطه د اوبو څخه جوړ شوي دي او خاصتًا اوبه د دوی د ژوندانه سبب او ماده ده، مګر هغه مخلوق له دې څخه مستثنی دي چې د هغو په نسبت دا ثابته شوي وي چې د هغو په تخليق کې اوبه له سره دخل نه لري خو بياهم دا کليه د(للاکثر حکم الکل) په اعتبار صادقه ده.

د دې الهي پريکړي په اساس ثابته ده چې هيڅ يو ژوندی شی چې په دنياکې شتون  او پر ژوند بقا لري، يوازي او يوازي اوبه دي چې همدا شيان يې ژوندي ساتلي دي. موږ وليدل چې د کومي سيمي اوبه وچې سي، کروندې، زراعت، مالداري او بالاخره په سيمه کې ژوند له منځه ځي او نور هلته ژوند دوام نه کوي.

داچې اوبه ستر نعمت دي نو هغه ملتونه، قومونه، سيمي او هيوادونه چې ښکاره او پټي د اوبو زيرمي لري، نعمت لرونکي او نيکبخت ګڼل کېږي.

د افغانستان له اوبه يېزو سرچېنو رابهېدونکې اوبه په درې حالتونو ويشل شوي دي، يو ډول هغه واړه رودونه دي چې په داخل کې په مصرف رسېږي، بل ډول هغه سيندونه دي چې يوازي د افغانستان له سرچېنو پيلېږي، په افغانستان کې ښه ډير تګ کوي بالاخره نوروهيوادونو ته بهېږي، لکه: دکابل او کونړ سيندونه چې پاکستان ته بهېږي او درېيم ډول يې هغه اوبه دي چې سرچېنې يې دهيوادونو سره شريکې وي او دې اوبو پوله جوړه کړي وي،لکه د آموسيند اوبه چې د افغانستان او تاجکستان له مشترکو سرچېنو څخه راپيلېږي، ۴۰٪ فيصده اوبه يې د افغانستان له سرچېنو دي.له دې اوبو څخه ترټولو لومړني حقداران سرچېنه لرونکې هيوادونه دي او نور هيوادونه چې دغه اوبه ورځي، په داسي توګه ګټه ورڅخه اخستلی شي چې نورو شريکانو ته ډير ضرر نه وي.

بدبختانه چې د آموسيند له اوبو څخه افغانستان تر دا مهاله هېڅ ګټه نه ده اخيستې، د آسيا پرمختيايې بانک دشمېرو له مخي د ازبکستان د اوبو ملي مصرف په منځنۍ کچه د کال ۵۲.۷ ميليارډه متره مکعبه دي. په دې کې ۲۴ ميليارده مکعبه له آموسيند ۱۲.۱ ميليارده مکعبه له سير دريا، ۱۵.۶ له نورو وړو سيندونو او ۰.۵ ميليارد متره مکعبه د مځکې له تله راکاږي.

ترکمستان بيا دخپل کلني مصرف ۸۸٪ سلنه اوبه له آمو درياڅخه ترلاسه کوي. په داسي حال کې چې قوشتېپه کانال به دکال ۹ تر ۱۳ ميليارد متره مکعبه اوبه له آمو دريا څخه جلاکوي او افغانستان به ترې ګټه اخلي.د سوال ټکی دادی چې آموسيند نه له ترکمنستان او نه له ازبکستان څخه سرچېنه اخلي، بلکي ټولي اوبه ورته له افغانستان او تاجکستان راځي خو ترټولو ډيره ګټه ورڅخه ازبکستان اخلي او د قوشتېپې کانال تر ټولو ډير مخالفت هم ازبکستان کوي.

د آموسيند له اوبو څخه د ګټې اخيستنې اړوند افغانستان له ګاونډيانو سره کوم قانوني توافق نامه او لاسليک کړی سند نه لري، ازبکستان او ترکمنستان د خپلې خوښې موافق ګټه ورڅخه اخيستې ده چې په ۷۵٪ سلنه اوبه ورڅخه د کانالونو له طريقه پورته کوي او د قراقرم دښتي يې پرې زرغوني کړي دي. افغانستان تر اوسه وس نه درلود چې ورڅخه ګټه واخلي اوس لله الحمد ورته زمينه مساعده ده، بايد ورڅخه اعظمي استفاده وکړي.

د قوشتېپې کانال تاريخچه:

سترخوشحال بابا وايې:(چې دستار تړي هزار دي ـــ د دستار سړي په شمار دي)، په افغانستان کې ډير پاچاهان تير شوي دي او ډير به تېر شي خو د افغانستان د اقتصادي ابادۍ فکر له ټولو سره نه و او نه پرې پوهېدل.

شهيد ولس مشر سردار محمد داود خان د پوځي زده کړو ترڅنګ تکړه مسلکي انجينر هم و، د غوره اقتصادي پوهې څښتن و. د افغانستان له آبادۍ سره يې لېونۍ مينه لرله. د خپل هېواد د ابادۍ په اړه يې د چا پروا هم نه کوله.(روح دي ښاد وي!)

د افغانستان د ابادۍ له پاره يې ډير ستر اقتصادي پلانونه جوړ کړي دي، آن دا چې هغه وخت افغانستان د پلان مستقل وزارت درلوده، اوس په ډيری وزارتونو کې د پلان رياست وي خو د پلان مستقل وزارت نسته.

د قوشتېپې کانال پلان د سردار محمد داود خان په امر، په کال (۱۳۵۴ل.ل)جوړ سوی و. د تاريخ او پلان په اړه يې غوره ګڼم چې د هغه وخت ليکلی پلان ټکې په ټکې را واخلم: ((ساختمان کانال و ستيشن واتر پمپ خوش تيپه:

ژباړه: د قوشتېپې کانال او د واټرپمپ سټېشن:

درحوزه دريای بلخ وآقچه به اندازه ۸۰۰ هزار هکتار زمين قابل  آبياری موجود است که امکان انکشاف آن با استفاده از آب دريای آمو ميسر ميباشد.

ژباړه: د بلخ دسيند په حوزه او آقچې پرسيمه د (۸۰۰) زره هکټاره مځکه د آبادۍ وړتيالري چې آبادول يې دآموله سيند څخه امکان لري.

پروژه خوش تيپه که بوسيله پمپ کردن آب از دريای آمو باندازه ۱۰۰ هزار هکتار زمين را آبياری خواهدکرد، يک اقدام اساسی جهت انکشاف ساحه وسيع فوق محسوب ميګردد.

ژباړه: د قوشتېپې پروژه چې(۱۰۰) زره هکټاره مځکه به د آموله اوبو څخه يوازي د پمپ کولو په وسيله خړوبوي،  دسيمي د ودې او آبادۍ له پاره غټه پروژه ګڼل کېږي.

ساختمان های اساسی وعمده پروژه عبارت است از:

– احداث سربند وکانال از دريای آمو درمنطقه خوش تيپه.

– ستيشن واتر پمپ بظرفيت ۱۰۰ متر مکعب في ثانيه.

– کانا اساسی باساختمان های مربوط به طول تقريبی ۲۰۰ کېلومتر وظرفيت۱۱۰ متر مکعب درثانيه در ابتدای کانال.

– لين انتقال برق بظرفيت ۱۱۰کيلوولت از مزار شريف الی محل ستيشن درخوش تيپه.

ژباړه: د پروژې بنسټيز جوړښتونه عبارت دي،له:

– د قوشتېپې په سيمه کې له آموسيند څخه سربند او کانال جوړول.

ــ داسي واټرپمپ نصبول چې په يوه ثانيه کې د(۱۰۰) مترمکعب اوبو د راپورته کولووړتياولري.

ــ اصلي کانال او ورسره تړلي فرعي کانالونه به تقريبًا د(۲۰۰) کېلومتر مسافې په امتداد،د (۱۱۰) مترمکعبه اوبو د نقل او حرکت ظرفيت په يوه ثانيه کې ولري.

ــ له مزار شريف څخه به د برق لين ترسټيشن پوري وصل کېږي چې د (۱۱۰) کېلو واټو برق وړتيابه ولري.

امورسروی پروژه سازی وساختمان ستيشن واتر پمپ ويک قسمت کانال وساير امور اساسی بين سالهای ۱۳۵۵ ــ ۱۳۶۱ انجام خواهد شد.

ژباړه: د دې پروژې دسروې کارونه، د پمپ سټېشن جوړول، د کانال يوه برخه کښل او نور ټول بنيادي کارونه به يې د(۱۳۵۵ـــ ۱۳۶۱ کلونو) په منځ کې ترسره شي.

برای ساختمان اين پروژه، بصورت مقدماتی مبلغ ۷،۸ مليارد افغانی پيش بيني شده است.که شامل ۹ و۴ ميليارد افغانی از بودجه انکشافی دولت ومبلغ۹۴ ميليون دالر از کمک خارجی ميباشد و از آنجمله مبلغ  ۸ و۲ ميليارد افغانی آن طی پلان هفت ساله بمصرف خواهد رسيد.

ژباړه: د دې پروژې دجوړښت له پاره لومړني مصارف ۷،۸ ميليارده افغانۍ اټکل شوي دي چې له جملې به يې ۴،۹ ميليارده افغانۍ د افغانستان له ملي بودجې ورکول کېږي او ۹۴ ميليونه ډالر به خارجي مرستي وي. له دې مصارفو به يوازي ۲،۸ ميليارډه افغانۍ د اوه کلن پلان پرتطبيق مصرف شي.

باوجوديکه تمام اجزای پروژه طی پلان هفت ساله اختتام نمی پذيرد و درپلان آينده نيز ادامه می يابد با آن هم نتايج حاصله آن وضع آبياری را در اراضی کم آب منطقه بهبود بخشيده وساحه زراعتی راتوسعه می بخشد.

ژباړه: سره له دې چې د پروژې ټول کارونه په اوه کلن پلان کې نه بشپړيږي، وروسته به هم جريان لري چې د پروژې ټوله لړۍ به د سيمي پرآبادي ډيره مثبته اغيزه ولري.)

نوموړی پلان ډير معقول او ډېر اقتصادي پلان و،بدبختانه چې د سردار محمد داود خان په دوره کې د هر اړخيزو ستونزو له کبله د قوشتېپې پروژه پيل هم نه سوه او را وروسته حکومتونو هم ورته توجه نه ده کړې.

د قوشتېپې کانال عملي او سم کار د اسلامي اِمارت له بياواکمنۍ وروسته په (۱۴۰۱ ل.ک) کې پيل شو.د کار ذمه د افغانستان اسلامي اِمارت د مالې وزارت اړوند د ملي پراختياشرکت پر غاړه ده چې رئيس يې ښاغلی عبدالرحمن عطاش دی.

د يادي پروژې د عملي کار د پيل او تاريخ په اړه ټکې په ټکې د ماليې وزارت راپور را اخلم ترڅو د تاريخ برخه وګرځي،لکه:((د مالیې وزارت اړوند د ملي پراختیا شرکت په زیار سره، بلخ ولايت کې د قوش تېپې ستر کانال دپروژې پرانسته وشوه.

په همدې مناسبت جوړې سوې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د سرحدونو او قبایلو وزیر نور الله نوري، د کرني او مالدارۍ وزیر عبدالرحمن راشد، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رئیس عبدالرحمن عطاش او د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو سیمه ییزو مسئولینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د ملي پراختیا شرکت اجرایوي رئیس«عبدالرحمن عطاش» خبري وکړې او د قوشتېپې کانال د هر اړخیز اهمیت په تړاو يې معلومات ورکړل، نوموړي وویل: د دغې پروژې په عملي کولو سره به (۲۵۰) زره کاریګرو ته دکار زمینه برابره شي او ورسره به (درې نیم میلیونه جریبه مځکه) خړوبه شي چې د کرني د پرمختګ ستر فرصتونه به رامنځته کړي.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي خبرې وکړې او د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه يې ځانګړې مننه وکړه چې د هیواد په دې حساسو شرایطو کې د ولس د هوسایني په موخه مهمي چاري پیلوي. نوموړي وويل چې د قوشتېپې پروژه یوه مهمه ملي او نړیواله پروژه ده چې په ترسره کېدلو سره به یې زراعت او مالداري وده ومومي او په ټوله کې به د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سبب وګرځي او افغانستان به رښتیني ځان بسیایني ته ورسوي. نوموړي پر ملي سوداګرو ږغ وکړ تر څو هیواد ته راستانه شي او په خپل هیواد کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

غونډي ته د اسلامي امارت د رئیس الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم وینا وکړه او وې ویل: نن یوه ډیره د خوشبختۍ ورځ ده چې د زوریدلي ملت  د یو لوی ارمان د پوره کولو په خاطر سره راټول شوي یو. د قوشتېپې کانال یوه لویه ملي پروژه ده چې د هیواد په کچه بېساري ده، موږ د قوشتېپې پروژې ته ځانکړې پاملرنه وکړه، ځکه چې دغه یوه مهمه عام المنفعه پروژه ده چې زه  یې د افتتاح له کبله ټول ملت ته مبارکي وایم. د رئیس الوزراء لومړي مرستیال همدا راز وویل: د افغانستان اسلامي امارت دې ته ورته نوري سترې پروژې او پلانونه هم تر لاس لاندي لري چې ژر به پیل شي. نوموړي د قوشتېپې کانال پروژه یوه ستره پروژه وبلله او وې ویل چې د ۲۸۵ کیلو متره په اوږدوالي ده چې د دغې سترې پروژې چارې به د پنځو کلونو په موده کې بشپړي شي چې ورسره به کرنه وده وکړي او هیواد به د غله جاتو په برخه کې خودکفایۍ ته ورسیږي. ملا برادر اخوند زیاته کړه چې افغانستان هیڅ چاته اړ نه دئ.ولس دي له اسلامي امارت سره لاس ورکړي ترڅو له خپلو شته امکاناتو څخه ګټه پورته کړو او د نورو له احتیاجۍ څخه خلاص شو. د قوشتېپې کانال د اسلامي امارت په لومړيتوبونو کې دی او په دې برخه کې د ملي پراختیا شرکت سره پوره همکار یو. نوموړي له ولس غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره همکار پاته شي.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیر الله خیرخوا خبري وکړې او وې ویل: د هیواد په کچه پروژې ډیرې افتتاح شوې خو د نننۍ پروژې ځکه اهمیت لوړ دئ چې دغه ملي پروژه له خپلې بودجې څخه په لاره اچول کېږي چې د دې پروژې له تکمیلېدو وروسته به افغانستان له بشپړي اقتصادي خپلواکۍ څخه برخمن شي.

د سرحدونو وزیر نور الله نوري هم خبرې وکړې او وې ویل: افغانستان یو غني هیواد دئ او موږ به له دې غنا څخه ګټه پورته کوو او د قوشتېپې کانال پروژې پرانیسته یې غوره بیلګه ده. نوموړي وویل چې اسلامي امارت په کمه موده کې وکولای شول چې یوه ستره ملي پروژه په لاره واچوي او په راتلونکې کې د نورو ملي پروژو لپاره چمتو والی لري.

د کرني او مالدارۍ وزارت سرپرست، عبدالرحمن راشد وویل: ۷۰ سلنه افغانان په زراعت بوخت دي او زراعتي چارې د اوبو په وسیله پیاوړي کېږي چې نن د زراعت د پیاوړتیا په برخه کې د یو ښه خبر شاهدان یو چې د قوشتېپې کانال په تکمیلېدلو سره به کرنه او مالداري رشد وکړي او هیواد به په کورنیو غله جاتو متکي شي. نوموړي پر سوداګرو او متخصصینو ږغ وکړ؛ ترڅو هېواد ته راستانه شي او د هیواد په ودانولو کې برخه واخلي.

ورپسې د بلخ، جورجان او فاریاب ولایتونو قومي مشرانو په يوه ږغ د اسلامي امارت له رهبرۍ او مسؤلینو څخه د زړه له کومي مننه وکړه او پوره ډاډ یې ورکړ چې په ټولو برخو کې به د حکومت بشپړ ملاتړ کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *