افغانستان

په تېره یوه میاشت کې تر ۱۰۰۰ ډېرې افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو په تېره یوه میاشت کې هېواد ته د افغان کډوالو د څه د پاسه ۱۰۰۰ کورنیو د را ستنېدو خبر ورکړی دی.

د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو په تېره یوه میاشت کې هېواد ته د افغان کډوالو د څه د پاسه ۱۰۰۰ کورنیو د را ستنېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست سرپرست مولوي نقیب الله مومن آغا باختر اژانس ته وویل چې  د سپین بولدک له لارې د وږي په میاشت کې د ۱۰۵۰ کورنیو ترڅنګ ۲۴۰ تنه افغان بندیان چې د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې بندیان وو، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

نوموړي وویل، چې یادې کورنۍ د مرستو په موخه د IOM او NRC مرستندویو ادارو ته ورپېژندل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *