افغانستان
په کاپیسا کې د نفرایټو کان د استخراج چارې پیل شوې
د کاپیسا د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو، په یاد ولایت کې د نفرایټو کان د استخراجولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د کاپیسا د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو، په یاد ولایت کې د نفرایټو کان د استخراجولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په تورغنډۍ سیمه کې د نفرایټو کان د لومړي او دویم بلاک څخه د استخراج چارې پيل شوي، چې دغه دوه بلاکه ۷۱ زره هکتاره ځمکه په بر کې نیسي. د مسوولینو په وینا نفرایت یو له قیمتي ډبرو څخه ګڼل کېږي، چې له هغه څخه د سینګار توکو او تکنالوژۍ په برخو کې ترې کار اخیستل کېږي. د یادونې وړ ده چې د یاد کان په استخراجولو سره ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.