دوه شرکتونه غواړي د افغانستان د زمرد ډبرو د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، پرون د «ام.آر.ټي» روسي شرکت له رئیس ګریمن کفانوف او د «میګا ابرک» شرکت له رئيس انجنیر روح الله سادات سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، پرون د «ام.آر.ټي» روسي شرکت له رئیس ګریمن کفانوف او د «میګا ابرک» شرکت له رئيس انجنیر روح الله سادات سره وکتل.
باختر آژانس ته د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان د طبیعي زېرمو د پانګونې پر شته فرصتونو او په هېواد کې د سراسري امنیت په اړه بحث او خبرې شوې دي.
همدا رنګه، د یادو شرکتونو رئیسانو، د افغانستان پر کانونو د پانګونې په ځانګړې توګه د زمرد ډبرو د کانونو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د یادو شرکتونو د رئیسانو د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او بهرنیو شرکتونو ته یې د پانګونې د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه کړې ده.
تر دې وړاندې هم یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې وه.