افغانستان

اسلامي امارت د یوې منظمې اردو جوړولو ته ژمن دی

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرتېرو د بنسټیزو زده کړو له ښوونځي څخه د ۱۲۰۰ تنو مجاهدینو د فراغت په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې د دغه وزارت رهبري د یوې منظمې دین، هیواد او خلکو ته د ژمنې اردو د جوړولو تکل لري.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرتېرو د بنسټیزو زده کړو له ښوونځي څخه د ۱۲۰۰ تنو مجاهدینو د فراغت په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې د دغه وزارت رهبري د یوې منظمې دین، هیواد او خلکو ته د ژمنې اردو د جوړولو تکل لري. نوموړي ویلي، چې د داسې یوې اردو د جوړلو هڅې روانې دي، چې په پوره وړتیا سره له ملي حاکمیت او پولو څخه دفاع وکړي. لوی درستیز دغه راز زیاته کړې، چې له یوې پیاوړې اردو څخه د جوړولو موخه یې جګړه کول نه؛ بلکې د هېواد او خلکو خدمت کول دي. باید وویل شي، چې اوس مهال د هېواد په بېلابېلو پوځي مرکزونو کې زرګونه پوځیان په مسلکي، عقیدتي او نظامي زده کړو بوخت دي، هغه څه چې د هېواد د ملي اسلامي اردو د جوړولو هڅې بلل کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *