افغانستان
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ۳ بابه نوي جوماتونه جوړ شوي
د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست مسئولین وایي، چې د اقتصاد ریاست په همکاري یې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د هیومېن اپل استرالیا ادارې په مالي ملاتړ د یو نیم میلیون او ۴۸ زره افغانیو په لګښت یې درې بابه جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست مسئولین وایي، چې د اقتصاد ریاست په همکاري یې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د هیومېن اپل استرالیا ادارې په مالي ملاتړ د یو نیم میلیون او ۴۸ زره افغانیو په لګښت یې درې بابه جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي
دي.
د هغوی په وینا دغه جوماتونه د یادې ولسوالۍ په بازیدخېلو، خاص کامې او پیرزیو کلیو کې جوړ شوي، چې سلګونه کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د ننګرهار ترڅنګ د هېواد په ګڼو سیمو کې د سلګونه بابه جوماتونو د رغولو چارې روانې دي، چې ځینې هغه یې د حکومت او ځینې یې د خیریه بنسټونو او موسسو له لوري رغول کېږي.
باید وویل شي، چې ډېری دغه جوماتونه د لویو لارو پر سر رغول کېږي.