شمالي کوریا ته پر روسیې د وسلو پلورلو په تړاو د امریکا خبرداری
واشنګټن شمالي کوریا ته پر روسیې د وسلو پلورلو د ناوړه پایو خبرداری ورکړی دی.
واشنګټن شمالي کوریا ته پر روسیې د وسلو پلورلو د ناوړه پایو خبرداری ورکړی دی.
د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان سېشنبه وویل، که پیونګ یانګ مسکو ته وسلې ورکړي، نو دا به ورته ګرانه تمامه شي.
ښاغلي سالیوان زیاته کړه چې د وسلو لپاره شمالي کوریا ته مراجعه دا روښانوي چې روسیه په څنګه وضعیت کې ده.
هغه وویل چې مسکو به د شمالي کوریا وسلې د اوکرایین ښاري سیمو کې د خوړو پر زېرمو او د تودوخې پر تاسیساتو بریدونو لپاره وکاروي.
په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ښايي روانه میاشت د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدو لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي.
په دغو رپوټونو کې راغلي چې دواړه مشران به د پیونګ یانګ لخوا مسکو ته د اوکرایین په جګړه کې ملاتړ لپاره د وسلو ورکولو پر امکان خبرې وکړي.