افغانستان

په میدان وردګو کې یو شمېر وسلې نیول شوې دي

د میدان وردګو ولایت امنیه قومندانۍ د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د کشف او نیولو خبر ورکړی دی.

د میدان وردګو ولایت امنیه قومندانۍ د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د کشف او نیولو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند یوسف اسرار باختر اژانس ته ویلي، چې په دغو وسلو او مهماتو کې څلور میله کلاشینکوفونه، یو پنځه ډزی، یو موش کوش، دوه میله تومانچې او یو میل پیکا شامله ده.

د معلوماتو له مخې دغه وسلې او مهمات د علیپور اړوندو نامسئولو وسلوالو کسانو څخه ترلاسه شوې دي.د یادونې وړ ده، چې مخکې تر دې هم ورته وسلې او مهمات نیول شوي، چې ډېری یې له زور واکو څخه ترلاسه شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *