د ملي دفاع وزارت سرحدي مسئولینو له ترکمنستاني لوري سره د سرحدي مسایلو په اړه ناسته وکړه
د ملي دفاع وزارت په شمال زون کې د سرحدي چارواکو او ترکمنستاني پلاوي ترمنځ په سرحدي مسایلو باندې د خبرو په موخه د ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت په شمال زون کې د سرحدي چارواکو او ترکمنستاني پلاوي ترمنځ په سرحدي مسایلو باندې د خبرو په موخه د ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت په خپله ټویټرپاڼه (اکس) ليکلي، چې د هېواد په شمال زون کې د اسلامي امارت سرحدي چارواکو له ترکمنستاني پلاوي سره د سرحدي مسايلو په همکارۍ او لا همغږۍ په اقينه بندر کې وکتل.
سرچینې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له لوري د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ۶مې سرحدي لوا قومندان مولوي منصور جاويد او د ترکمنستان له لوري د ياد هېواد د سرحداتو وزارت مرستيال غلام حضرت د پلاوي مشري په غاړه لرله.
همدا راز دواړو خواوو په راتلونکي کې په دوستانه اړيکو او همکارۍ ټينګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت سرحدي مسئولینو تر دې وړاندې له ازبکستاني او ایراني لوري سره هم ورته کتنې درلودې.