د اطلاعاتو او کلتور وزیر د MCC شرکت له مسئولینو سره لیدنه کړې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د چین هېواد MCC شرکت له مسئولینو سره لیدنه کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د چین هېواد MCC شرکت له مسئولینو سره لیدنه کړې.
د MCC چینایي شرکت مسئولینو له سرپرست وزير سره د لیدنې پر مهال ویلي؛ موږ هڅه کوو د مس عینک کان څخه د مسو استخراج په داسې ډول وکړو، چې فرهنګي اثار خوندي پاتې شي او د مسو استخراج په ښه ډول وشي.
یاد شرکت مسئولینو د مسو استخراج په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د مرستې غوښتنه کړې.
نوموړو همداراز خوښي ښودلې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره کورني او بهرني شرکتونو ته د کار ښه زمینه برابره شوې.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د MCC شرکت مسئولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ تاریخي اثار یو هېواد پوري تړلي نه دي، ساتنه یې د ټولو ګډ مسئولیت دی.
سرپرست وزیر MCC شرکت مسئولینو ته د اړونده هر راز همکاریو ډاډ ورکړی.