افغانستان
پکتیکا کې له ۸۰۰ دیني عالمانو آزموینه واخيستل شوه
د پکتیکا د پوهنې ریاست مسئولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې له ۸۰۰ دیني عالمانو څخه آزموینه واخیستل شوه.
د پکتیکا د پوهنې ریاست مسئولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې له ۸۰۰ دیني عالمانو څخه آزموینه واخیستل شوه. د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالقیوم فاروقي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه په علي بابا لېسه کې د ۷۳۵ بستونو لپاره له ۸۰۰ دیني عالمانو څخه په روڼ ډول آزموینه واخیستل شوه.
فاروقي زیاته کړه، چې له یادې آزموینې بریالي کسان به د پکتیکا په ۱۱۶ دیني مدرسو کې په دندو ګومارل