اجتماعی

بهرني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دي

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې له نیکه مرغه یو شمېر بهرنیوهیوادونو په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده، لکه څنګه چې د ډله ییزه خپرندویه سرچینو په حواله داسې ویل شويدي: د صنعت او ســوداګرۍ وزارت پر خپله رســمي ټوېټر پاڼــه لیــکلي چې یو شــمېر روسي ســوداګرو او پانګوالو د صنعت او ســوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدلي دي. البته په یــاده کتنه کې روسي پــلاوي ویلي چې مــوږ چمتو یو په افغانســتان کې پر برېښنا، کرنې او نورو ټولګټو پروژو پانګونه وکړو.

شاه محمود درویش

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې له نیکه مرغه یو شمېر بهرنیوهیوادونو په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده، لکه څنګه چې د ډله ییزه خپرندویه سرچینو په حواله داسې ویل شويدي: د صنعت او ســوداګرۍ وزارت پر خپله رســمي ټوېټر پاڼــه لیــکلي چې یو شــمېر روسي ســوداګرو او پانګوالو د صنعت او ســوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدلي دي. البته په یــاده کتنه کې روسي پــلاوي ویلي چې مــوږ چمتو یو په افغانســتان کې پر برېښنا، کرنې او نورو ټولګټو پروژو پانګونه وکړو.

یاد پلاوي همداشان ویلي چې مــوږ د افغاني توکــو کارونې تــه لومړیتوب ورکــوو او د روســیې وګړي د افغانســتان له تــازه مېــوو سره ځانګړې مینــه لري.

همداراز نوموړي پــلاوي ویــلي چــې لازمه ده مســکو او کابــل یوه ګډه ســوداګریزه نمایندګي په دواړو هیوادونو کــې رامنځته کــړي، ترڅو له ســوداګرو سره د مالونــو په لېــږد او رالېــږد کې مرســته وکړي.

دغه راز د افغانستان دکانونو او پټروليم وزارت تخنيکي مرســتيال هم څو ورځې وړاندې دآلمــان فيدريــش ۳۰ شرکت لــه اجرائيوي مشر او مــل پلاوي سره په خپــل کاري دفترکــې کتلي. په دې کتنه کې دواړو لوريو دافغانســتان پــر کانونو دپانګونــې او خلکو ته دکاري زمينې برابرولو په اړه خبرې کــړې دي. یاد پلاوي دهيواد په کانونوکې دپانګونې غوښتنه کړې، چــې دکانونــو او پټروليــم وزارت دتخنيکي مرســتيال له لــوري ورته هرکلی ويــل شوی او دکانونو دقانون او طرزالعمل له مخې يې ورسره دلازمو همکاريو ژمنه کــړیده. ديادونې وړده، چــې يو شــمېر نــورو نړيوالو شرکتونو هم د افغانســتان پر کانونو پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

له شک پرته دې ټکي ته موباید پام وي چې په افغانستان کې امنیت راتلل، د فساد نه شتون او د کوکنارو کښت له منځه وړل، هغه درې عمده موضوعات دي، چې دېته یې زمینه برابره کړې چې بهرني پانګه وال راشي او دلته پانګونه وکړي، له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي پردې باور دي چې د چين، ایران ترکیې، قطر، پاکستان او …. په ګډون د سیمې هیوادونه هم په افغانستان کې پانګونوته لیواله دي، دده په وینا په اوسني وخت کې اړتیا ده چې د افغانستان په کانونو او کرنیزو برخو کې ډیری پانګونې وشي، له بل لورې د اقتصادی چارو شنونکي بیا په افغانستان کې د بهرنیانو د پانګونو لپاره د زمینې برابرول د هیواد د اقتصاد  دغوړیدا لپاره ډیر مهم ګڼي، د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د پانګه والو د مالي اوځاني امنیت برابرول، دبهرنیو پانګه والو لپاره د ملاتړ او هڅونې د حللارې پیداکول او په افغانستان کې د پانګونې د راجلبولو لپاره د روښانه او موخیزه تګلاره درلودل، هغه څه دي چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې مهم ګڼل کیږي.

البته دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې په هیواد کې پانګونه او د صنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کیږي، پردې بنسټ د هیواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایی چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي، ځکه په ټولیزه توګه په هیواد کې په بريښنا، کانونو او کرنیزو برخو پانګونه، د تولیدي او صنعتي فابریکو او کارخانو جوړول او رغاول په ټوله کې د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کیږي، چې په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسئول ارگانونه دنده لري چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرني پانگه وال دیته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخو کې پانگونې وکړي، البته په ټوله کې  د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسئولیت دی، چې د امنیتی مصئونیت ترڅنگ اړوند پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړي ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانگونې وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه اړوند خواوې ښه گټه واخلي.

البته داهم یوڅرگند واقعیت دی که دسیمې او نړۍ هیوادونه د نورو مرستو  پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړي، له شک پرته چې زمونږ دپتمنو او جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامیږي، ځکه له یوه پلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوي، له بل پلوه هیوادوالو ته په هیواد کې دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابرېږي او په ټولیزه توگه دهیواد او هیوادوالو د اقتصادی پرمختګ سبب کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *