افغانستان

سترې محکمې خپلې کلنۍ لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې

د سترې محکمې مسئولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د سترې محکمې مسئولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني ملت ته د دولت  حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ تېر کال کې په ټولیز ډول ۲۰۸ زره او ۶۱۷ دوسیې د سترې محکمې مرکزي او ولایتي څانګو ته رسېدلي، چې له دې جملې ۱۲۰ زره او  ۹۵ دوسیې په لومړني، ۲۲ زره او ۹۱۴ په استینافي او شپږ زره او ۲۱۰ نورې د تمیز پړاو کې حل و فصل شوي او ۴۳ زره او ۶۳۰ دوسیې په درې ګونو محکمو کې تر کار لاندې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال کې د محکمو لخوا ۱۶۰ زره او ۸۴۲ بېلابېلې وثیقې هم اجرا شوي دي.

شیخ عبدالمالک حقاني ویلي، په تېر یو کال کې د سترې محکمې عالي شورا ۳۲ عادي او فوق العاده غونډې کړي، چې په دې غونډو کې د ۲۳۳ بېلابېلو موضوعاتو په اړه پرېکړې شوي او په یاده موده کې ۱۱ زره او ۴۹۵ عریضې احکام او اړونده محکمو ته راجع شوي دي.

د سترې محکمې د مسئولینو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۹۴۰ محکمو تفتیش شوی، چې پینځه د سترې محکمې د مرکزي تمیز ۸۱، استینافي ۱۱۶، د ښاري محکمو اړوند دېوانونه ۳۰ د وثایقو، اسنادو او مخزن اړوند آمریتونه او ۲۹۰ د ولسوالیو ابتدایه محکمې پکې شامل دي.

د محکمو له چارو جدي څارنه، د ظرفیت لوړولو په موخه د قضایي سیمینارونو جوړول او د محکمو د قضایي چارو د چټکتیا په موخه د بېلابېلو کړنلارو تطبیق د ۱۴۰۲ کال لپاره د سترې محکمې له عمده پلانونو څخه دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *