جهان
مسکو ښار کې پر یوې ودانۍ ډرون برید شوی
روسي چارواکي وايي، د پلازمېنې مسکو په مرکزي برخه کې یو اوکرایینی ډرون له یوې ودانۍ سره ټکر شوی، چې د چاودنې زورور غږ یې تر لېرې پورې اورېدل شوی دی.
روسي چارواکي وايي، د پلازمېنې مسکو په مرکزي برخه کې یو اوکرایینی ډرون له یوې ودانۍ سره ټکر شوی، چې د چاودنې زورور غږ یې تر لېرې پورې اورېدل شوی دی. ښاروال سیرګي سوبیانین وايي، دافع هوا سیسټم ډرون په نښه کړی او پاتې شوني یې د ښار پر مرکزي نندارتون سالون رالوېدلي دي. په ویډیويي تصویرونو کې چې تائید شوي نه دي، د مسکو ښار پر سر د لوګیو یوه لویه غوټه لېدل شوې ده. د اوکرایین له لوري سملاسي په دې هکله څه نه دي ویل شوي. د روسیې دفاع وزارت پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یوه پیغام کې ویلي، برید له ځايي وخت سره سم ګهیځ وختي، نژدې څلور بجې شوی دی.