افغانستان

مولوي عبدالکبیر: افغانستان کې د هر وګړي سر، مال او عزت خوندي دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تېرې ادارې د ملي شورا له غړو علم خان ازادي او عبدالرووف امیري سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تېرې ادارې د ملي شورا له غړو علم خان ازادي او عبدالرووف امیري سره لیدنه کړې.

دې لیدنه کې د تېرې ادارې د ملي شورا غړو هېواد کې د اسلامي نظام او سرتاسري امنیت په تامین او د فساد په لمنځه وړلو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره ټولو هېوادوالو ته د ارامه ژوند زمینه برابره شوې.

نوموړو زیاته کړې؛ له کومې ورځې چې بېرته هېواد ته راستانه شوي یو د اسلامي امارت مسئولینو را سره نيک چلند کړی او دا مهال خپل ارامه ژوند کوي.

دغه راز علم خان ازادي ويلي، هر افغان خپل هیواد کې د عزت ژوند لري او د همدې لپاره یې له ګڼو پخوانیو وکیلانو سره خبرې کړي، چې بېرته هیواد ته راستانه شي.

نوموړی زیاته کړې؛ یو شمېر بهر مېشتې کړۍ هڅه کوي، چې د افغان شخصیتونو د عودت پروسه بد نامه کړي؛ خو حقیقت له دې تبليغاتو ډېر ښکاره دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تېرې ادارې د ملي شورا غړو ته د هر کلي تر څنګ ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول پکې د ژوند حق لري.

نوموړي زیاته کړې د اسلامي امارت غېږه د ټولو بهر مېشتو افغانانو لپاره خلاصه ده او افغانستان کې د هر وګړي سر مال او غزت خوندي دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *