افغانستان

په ارزګان کې د ارزګان غږ دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه

د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار په سپورټي لوبغالي کې د روزګان غږ دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.

د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار په سپورټي لوبغالي کې د روزګان غږ دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.

په دغه مشاعره کې د دغه ولایت والي مولوي محمد علي جان احمد، د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي، یو شمېر نورو مسوولینو سربېره، ملا فقیر محمد دروېش، شفاعت ریحان، حافظ عبدالواسع صمیم، ملا محمد جلات مزمل، محمود شاکر، نورو شاعرانو، لیکوالانو او ګڼ شمېر عامو خلکو کډون کړی و.

په یاده مشاعره کې والي مولوي محمد علي جان احمد وویل، دا د ویاړ ځای دی چې تر کلونو وروسته افغانانو ته د امن ترڅنګ د هر ډول پرمختګ او خوښۍ زمینه برابره شوې ده.

مولوي احمد له خلکو وغوښتل، چې د جهادي دورې په څېر له اسلامي نظام سره ودرېږي او د شریعت په پلي کولو کې له اسلامي نظام سره  همکاري وکړي.

ورته مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي د هېواد د لرې سیمو څخه راغلو شاعرانو، ادیبانو او ترانو ویونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یادې مشاعرې په جوړولو کې د ولایت مقام هڅې او ملاتړ وستایه.

همداراز په یاده مشاعره کې شاعرانو او ترانه ویونکو د هېواد، نظام او ولسونو په ملاتړ یې شعرونه زمزمه کړل او خلک یې ورورولۍ، مینې او یو بل منلو ته راوبلل.

د یادونې وړ ده، چې روزګان غږ دودیزه کلنۍ مشاعره هر کال ترسره کېږي، چې سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله یوه پراخه او په ځانګړو مراسمو ترسره شوه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *