افغانستان

مولوي محمد یعقوب مجاهد:د بیت المال ساتنې او د اسلامی نظام خدمت ته لومړيتوب ورکړئ

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد۲۰۱ خالد بن وليد قول ته سفر کړی او د دې قول اردو له مسولینو، منسوبینو او سرتېرو سره یې لیدنه کړې.

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد۲۰۱ خالد بن وليد قول ته سفر کړی او د دې قول اردو له مسولینو، منسوبینو او سرتېرو سره یې لیدنه کړې.

نوموړي په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو کې د تشريفاتو قطعې د معاينې ترڅنګ د دغه قول اردو له ښوونيز مرکز څخه لیدنه کړې.

ښاغلي مجاهد د يادې قول اردو له قومندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او نورو چارواکو سره يو ځای د هېواد ختيځ زون د وضعيت ارزونه کړې او د نظم د لا ښه والي او اصلاحاتو د رامنځته کېدو په موخه يې اړینې لارښوونې ورته کړې دي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد هېواد کې د امنیت د تامین په برخه کې دمجاهدینو له  شپه او ورځ هلو ځلو قدرداني کړې او له هغوی یې غوښتې چې خپلو مسولیتونو ته په کلک هوډ سره جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د بيت المال ساتنې او اسلامي نظام خدمت ته لومړيتوب ورکړي.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قومندان ښاغلي مجاهد ته د ختيځ زون امنيتي وضعيت، له نورو امنيتي ارګانونو، ولايتي ادارو او ملکي واحدونو سره د ښې همغږۍ درلودلو په اړه بشپړ معلومات ورکړې او په دې برخه کې یې د لا زياتو هلو ځلو ډاډ ورکړی.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د یادې قول اردو هڅې ستايلې او ډاډ یې ورکړی، چې په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې ستاسې ترڅنګ ولاړ یو او هيڅکله مو یوازې نه پرېږدو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *