افغانستان

مولوي سعید احمد شهیدخېل د امربالمعروف وزارت، نظامي مرستیال وټاکل شو

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې د پوهنې وزارت مخکنی مالي او اداري مرستیال مولوي سعید احمد شهید خېل د امربالمعروف وزارت د نظامي مرستیال په توګه وګمارل شو.

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې د پوهنې وزارت مخکنی مالي او اداري مرستیال مولوي سعید احمد شهید خېل د امربالمعروف وزارت د نظامي مرستیال په توګه وګمارل شو.
د امربالمعروف وزارت د څرګندونو له مخې؛ نوموړی نن دوشنبه د یاد وزارت د چارسمبالي شیخ محمد خالد الحنفي، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق او د وزارت ګڼو مسوولینو لخوا د دې وزارت کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نوي ټاکل شوي نظامي مرستیال مولوي سعید احمد شهید خېل ویلي، په ټولنه کې د مسلمانانو لومړنۍ دنده خلک نېکیو ته را بلل او له منکراتو ژغورل دي.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ هڅه کوو، چې په را سپارل شویو مسوولیتونو کې له مشرانو اطاعت وکړو او هیواد والو ته رښتوني خدمات وړاندې کړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *