افغانستان
دوې روسي الوتکې ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې
ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک له لوري د ۲ روسي هلیکوپترو د ترمیم او الوتنې ته د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.
ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک له لوري د ۲ روسي هلیکوپترو د ترمیم او الوتنې ته د چمتو کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي دفاع وزارت اړوند هوایي ځواک د تخنیکي او مسلکي ټیم د دوامداره هڅو په لړ کې دوې Mi17 او بله Mi35 روسي نظامي هلیکوپترې چې د تېرې ادارې له لوري تخریب شوې ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په کندهار کې د هوایي ځواک لوا د هوایي تخنیک د انجنیري ټیم له لوري یوه MD530 ډوله الوتکه ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې وه.