کابل کې د زړو افغانیو چلښت ډېر ستونزمن شوی
نږدې ۶ میاشتې وړاندې د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې وېیلي وو چې د «۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰» افغانیوو نوي چاپ شوي بانکنوټونه یې پر خصوصي بانکونو وېشلې دي.
نږدې ۶ میاشتې وړاندې د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې وېیلي وو چې د «۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰» افغانیوو نوي چاپ شوي بانکنوټونه یې پر خصوصي بانکونو وېشلې دي.
د یادو بانکنوټونو له وېش د ۶ میاشتو په تېرېدو لا هم د کابل پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي وايي چې تراوسه یې نوې افغاني بانکنوټونه نه دي ترلاسه کړې.
د کابل یوه اوسېدونکي ذبېحالله ووېیل چې بازار کې د زړو افغانیوو چلښت خلکو ته ستر سرخوږی جوړ کړی دی. د نوموړي په وینا، په ۱۰۰زره افغانیو کې یې ۳۰۰۰ افغانۍ جعلي وي.
هغه ووېیل: «پر پیسو باور نه کوي، وايي چې جعلي نه وي، څوک یې نهاخلي. ډېرې یې خرابې دي. په ۱۰۰زره افغانیو کې یې حتمآ ۳۰۰۰ ساختګي وي چې شاته یې یو او مخه یې بل ډول وي او تېروي یې.»
حامد چې د کابل د نوي ښار انصاري څلور لارې کې د سړک پر غاړه تېل خرڅوي، وايي، اړ دی چې له خلکو زړې پیسې واخلي، خو په وینا یې، له ده څخه بیا څوک زړې افغانۍ نهاخلي او «وايي، دا زړه دې.»
په ورته مهال یادو اندېښنو ته د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري سلاموطندار ته ووېیل چې څه موده وړاندې یې بانکونو کې د ۱۰ او ۲۰ افغانیو د بدلېدو لړۍ پیل کړې او په وینا یې، خلک کولای شي، له فیس پرته خپلې زړې افغانۍ په نویو بدلې کړي.
هغه وویل: «هېوادوال چې ۱۰ او ۲۰زړې افغانۍ لري، کولای شي سوداګریزو بانکونو او د افغانستان بانک نمایندګیو ته لاړ شي او خپلې زړې پیسې په نویو بدلې کړي. هېڅ کمېشن نشته او د ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو د وېش بهیر به هم ډېر ژر پیل شي.»
بلځوا د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا سلاموطندار ته وویل چې د زړو افغانیو شتون او خلکو ته د نویو افغاني بانکنوټونو نه رسېدنه لامل شوې چې خلک په ورځنیو راکړه ورکړه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
هغه د نویو بانکنوټونو وېش د افغانستان بانک پولي سیاستونو پورې تړلي بولي او په وینا یې، دغه بانک «بازار کې اړتیا ته په کتو پیسې وړاندې کوي. که پیسې له اړتیا څخه ډېرې بازار ته وړاندې شي، د جدي ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي، تورم رامنځته کېږي او د افغانۍ ارزښت ورسره راټيټېږي.»
دا په داسې مهال دی چې د افغانستان بنک د قانون له مخې، زړې افغانۍ له بازار څخه راټولېږي او سوځول کېږي.