جهان

ملګري ملتونه: د اوکريان غلې صادراتو له تړونه وتل به سختې بشري پایلې ولري

ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګرېفېټ خبرداری ورکړی، چې د تور سمندر له لارې د غلې د صادراتو د تړون نه نوي کېدل به سختې بشري پایلې ولري او له تړونه د روسیې د وتلو پرېکړه د خلکو ژوند ګواښي.

ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګرېفېټ خبرداری ورکړی، چې د تور سمندر له لارې د غلې د صادراتو د تړون نه نوي کېدل به سختې بشري پایلې ولري او له تړونه د روسیې د وتلو پرېکړه د خلکو ژوند ګواښي. د لوږې او قحطۍ له خطر سره د میلیونو وګړو د مخامخېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د یوه لوړ پوړي چارواکي اندېښنه وروسته له هغه څرګنده شوې چې روسیې د اوکرایین د غلو د صادراتو تړون د نه نوي کولو پرېکړه وکړه. د تړون موده تېره دوشنبه ختمه شوه او د دې پرېکړې له امله به ښايي ډېر شمېر خلک ژوند وبایلي.ښاغلي ګرېفېټ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې یې دا څرګندونې کولې وویل، د روسیې پرېکړه د وګړو ژوند ګواښي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *