جهان

په اوکراین کې له ۹ زره ډېر ملکیان وژل شوي

پر اوکراین د روسیې د برید له پیله بیا تر اوسه تر ۹۲۰۰ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې «روزماري دي کارلو» د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې وېیلي چې پر اوکراین د روسیې د برید له وخته بیا تر اوسه تر ۹۲۰۰تنه ډېر ملکي وګړي په دې جګړه کې وژل شوي دي.

پر اوکراین د روسیې د برید له پیله بیا تر اوسه تر ۹۲۰۰ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې «روزماري دي کارلو» د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې وېیلي چې پر اوکراین د روسیې د برید له وخته بیا تر اوسه تر ۹۲۰۰تنه ډېر ملکي وګړي په دې جګړه کې وژل شوي دي. هغې زیاته کړې چې په وژل شویو کې ۵۳۷ماشومان هم شامل دي. د نوموړې په وینا، ۱۶زره او ۳۸۴تنه نور ملکیان ټپیان شوي چې ۱۱۱۷تنه ماشومان هم په کې شامل دي. د ملګرو ملتونو دغې استازې ویلي چې کېدای شي واقعي شمېر تر دې هم لوړ وي. «دي کارلو» همدارنګه ویلي چې اوسمهال تر شپږ میلیونه ډېر اوکرایني وګړي کډوال شوي او په وینایي، اټکل کېږي چې په کور دننه به هم ۵.۱میلیون وګړي له خپلو اصلي مېنو څخه لری شوي وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *