جهان

ناټو کې د اوکراین د غړیتوب ځنډېدو زېلېنسکي ناراضه کړی

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي ناټو به اوکرایین ته امنیت ورکړي او اوکرایین به ناټو ځواکمنه کړي. هغه دا خبرې د لېتوانیا په پلازمېنه وېلنوس کې داسې مهال د زرګونو کسانو غونډې ته کړې چې د اوکرایین د بخموت له جنګي ډګره يې یو بيرغ په لاس کې و او دا جګړه يې د اروپا د ازادۍ مبارزه بلله.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي ناټو به اوکرایین ته امنیت ورکړي او اوکرایین به ناټو ځواکمنه کړي. هغه دا خبرې د لېتوانیا په پلازمېنه وېلنوس کې داسې مهال د زرګونو کسانو غونډې ته کړې چې د اوکرایین د بخموت له جنګي ډګره يې یو بيرغ په لاس کې و او دا جګړه يې د اروپا د ازادۍ مبارزه بلله. ښاغلی زېلېنسکي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې، چې د ناټو مشرانو د لېتوانیا غونډه کې ووېیل، اوکرایین به هغه مهال ناټو کې ومنل شي، چې اړین شرایط پوره کړي او دا چې د اوس له پاره یې منلو ته زماني چوکاټ نه شي ټاکلی . د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خبري غونډه کې په ډاګه ووېیل تر هغې چې اوکرایین له روسیې سره په جګړه کې ښکېل وي له ناټو سره نشي یو ځای کېدی. رسماً په ناټو کې د اوکرایین غړیتوب ته د یوې مشخصې نېټې نه ټاکل کېدل کیېف ته نهیلي بلل کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *