افغانستان

په ختیځ کې دپولیو کمپاین پيل شو

په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو چې تر راتلونکي سه شنبې به دوام وکړي.

په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو چې تر راتلونکي سه شنبې به دوام وکړي.

د ننګرهار د کتلوي معافیت عمومي مسوول ډاکتر حکم خان ګلابزي وویل چې د دغه کمپاین پرمهال به په ټول ختیځ کې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۸۳۵زره او ۶۷۹ ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.

«په شرقي حوزه او څلورو ولایتونو کې کمپاین پیل شو، چې دا څلور ورځې به دوام وکړي او په ننګرهار کې هم دا کمپاین پيل شو چې د هدف وړ ماشومان چې دي شاوخوا ۸ لکه ۳۵ زره ۶۷۹ تعداد ماشومان دي چې له پنځو کلونو یې عمر کم وي واکسین به شي.»

دا کمپاین داسې مهال پيلېږي چې د روان ۲۰۲۳ کال له پيل څخه تر دې دمه په افغانستان کې د ګوزڼ ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټول یې په ننګرهار کې دي. د دغو پېښو لومړۍ یې په بټي کوټ، دویمه یې په کوټ، درېیمه یې په نازیانو، څلورمه يې په بهسود او پنځمه یې په دوربابا ولسوالیو کې ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دې کمپاین پرمهال به په ټول ختیځ کې کابو ۱.۲ میلیونه ماشومان واکسین شي. روغتیاپالان وایي د پولیو د ډېر خپرېدو د موسم له پیل سره په هېواد کې ماشومان د پولیو يا ګوزڼ ناروغۍ له ډېر ګواښ سره مخ دي او ټینګار کوي چې پاکې اوبه، د حفظ الصحې مراعت کولی شي د دې ناروغۍ مخه ونیسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *