افغانستان
برېټانویانو په هلمند کې ۸۰ ملکي وګړي وژلي
بریټانوي ځواکونو په هلمند کې د خپل ماموریت پر مهال ۸۰ ملکي کسان وژلي دي.
بریټانوي ځواکونو په هلمند کې د خپل ماموریت پر مهال ۸۰ ملکي کسان وژلي دي.
ګارډین ورځپاڼې په خپاره کړي راپور کې ویلي چې دا کسان له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۳ میلادي کاله پورې د بریټانوي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
په راپور کې چې تر ډېره د وژل شویو کسانو کورنۍ غږول شوې او په کې راغلي چې یوازې یو بریټانوي عسکر په شپږو میاشتو کې ۳۵ ملکي کسان وژلي دي.
د ګارډین د معلوماتو له مخې، د برېټانیا حکومت په افغانستان کې د ملکي کسانو په وژلو د تورونو سرتېرو محکمه شاوخوا درې میاشتې وروسته پیلوي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي چې برېټانوي سرتېرو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ۵۴ ملکي کسان وژلي وو.