افغانستان
جاپان افغانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې اعلان وکړ
په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلام وکړ چې په ۲۰۲۴ کال کې به افغان محصلینو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې بورسونه ورکړي.
په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلام وکړ چې په ۲۰۲۴ کال کې به افغان محصلینو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې بورسونه ورکړي.
دغه سفارت وېیلي چې د محصلینو د ټاکلو پروسه به د آغا خان بنسټ په همکارۍ ترسره شي.
په افغانستان کې د سياسي بدلون له پيل راهيسې په تېرو ۲ کالو کې د جاپان د بورسونو پروګرام بند شو.
جاپان څه موده مخکې په هلمند کې د ۱۵ ښوونځیوو د رغولو اعلام هم کړی و.
څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر بامیان ته د سفر پر مهال د بودا مجسمې له سیمې لیدنه کړې او د تاریخي سیمو په ساتنه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.