د یتیم پالنې مؤسسې د حرفوي زده کړو له مرکز څخه (۳۳) تنه فارغ شول
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان یتیم پالنې مؤسسې څخه جلال آباد ښار کې (۳۳) تنه د خیاطۍ له حرفې فارغ او یادو فارغانو ته کاري وسایل ورکړل شول.
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان یتیم پالنې مؤسسې څخه جلال آباد ښار کې (۳۳) تنه د خیاطۍ له حرفې فارغ او یادو فارغانو ته کاري وسایل ورکړل شول.
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فرید الله «حقاني» فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چې د مرکز کابل په ګډون په مختلفو ولایتونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او هم ورسره د همکارو مؤسساتو په فني او حرفوي مراکزو کې زیات شمېر ځوانان د مختلفو حرفو په ترلاسه کولو مصروف دي. زیات شمېر هغه کسان چې له یادو مراکزو فارغ شوي، توانیدلي چې خپل شخصي کار و بار ولري او له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه برابره کړي، نوموړي له همکارو مؤسساتو غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت سره په همغږۍ دې خپل فعالیتونه د ننګرهار ولایت ولسوالیو ته هم وغځوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د یتیم پالنې مؤسسې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د هوکړه لیک په درلودلو یاده پروژه تطبیق کړې ده.
ورپسې د افغانستان یتیم پالنې مؤسسې رئیس صادق صافي د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات شریک او په راتلونکي کې يې د دې فعاليتونو د پراخېدو ژمنه وکړه.
په پای کې د خیاطۍ له حرفې ٣٣ فارغ شویو کسانو ته کاري وسایل توزیع او هغوی ته په راتلونکي کې د بریاوو هیله وشوه.