افغانستان

په پاکستان کې لاهم د افغان کډ‌والو نیول دوام لري

که څه هم په دې وروستیوو کې د افغانستان او پاکستاني چارواکو تر منځ دا هوکړه شوې وه چې نور به افغان کډوال نه ځورل کېږي، خولاهم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو نیول او ځورول دوام لري. په دې اړه په تازه غبرګون کې                       

که څه هم په دې وروستیوو کې د افغانستان او پاکستاني چارواکو تر منځ دا هوکړه شوې وه چې نور به افغان کډوال نه ځورل کېږي، خولاهم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو نیول او ځورول دوام لري. په دې اړه په تازه غبرګون کې

له افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمېر نامعلوم کسان له موټرو او ځانګړو جامو څخه په ګټې اخیستنې افغان کډوال نیسي او بیا یې د پیسو په مقابل کې خوشې کوي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال فیض مومند وايي، په پېښور کې د افغان کډوالو نیول کېدل په تیزۍ سره دوام لري. نوموړی له افغان حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره د دغه کار مخه ونیسي.

«موږ له دواړو خواوو غوښتنه کوو چې د کډوالو په برخه کې حقیقي هوکړې ته ورسېږي او دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي. د کډوالو په برخه کې له نړیوالو موسسو هم غوښتنه کوو چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.»

د افغان کډوالو د ځورونې لړۍ داسې مهال دوام لري چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په بهرنيوو چارو کې د دولت وزيرې حنا رباني د تورخم دروازې لیدنې پر مهال خپلو سرحدي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي او تګ د راتګ لپاره ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

بلخوا، په پاکستان کې د افغان سفارت له خوا ټاکل شوی مدافع وکیل صدیق الله کاکړ وېیلي چې په دغه هېواد کې تر ډېره هغه افغان کډوال نیول کېږي چې قانوني اسناد ونه لري او یا یې د اسنادو نېټه پوره شوې وي.

نوموړي زیاته کړه، د افغان قونسلګرۍ مسوولین هره میاشت له یو شمېر افغان کډوالو سره د دوی د ستونزو د حل په خاطر ناسته کوي او لازمې سپارښتنې ورته کوي.

«په پاکستان کې افغان سفارت او قونسلګرۍ تل له افغان کډوالو سره همکاري کوي او کله چې دوی د پولیسو لخوا ونیول شي، دوسیې یې په محکمو کې پر مخ وړو او هڅه کوو چې بېرته یې افغانستان ته انتقال کړو.»

داسې اندېښنې هم شته چې په دغه هېواد کې په ځانګړو جامو کې ځیني غله پیدا شوي چې افغانان نیسي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

صدیق الله کاکړ په دې اړه وايي:

«په پاکستان کې د عمران محمود په نوم د پولیسو یو قومندان و چې تل به یې افغانان نیول او د پیسو په بدل کې یې بېرته خوشې کول، خو له نېکه‌مرغه د افغان قونسلګرۍ په هڅو نیول شوی او په محکمه کې دی.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیژه کاکړ هم کلید ته وویل:

«له بده مرغه پولیس هغه افغانان هم نیسي چي قانوني اسناد لري. تېره شپه یې هم یو خبریال نیولی و.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونو نظرونه هم واخلو، خو هغوی موږ ته ځواب رانه کړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *