افغانستان

تر کښت لاندې سیمو کې ۷.۷ سلنه زیاتوالی راغلی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له ریموټ سینسینګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د ارزونې پر مټ په ۱۴۰۲ کال کې د اوبیزو او للمي ځمکو په توپیر د هېواد تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له ریموټ سینسینګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د ارزونې پر مټ په ۱۴۰۲ کال کې د اوبیزو او للمي ځمکو په توپیر د هېواد تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي.

د یادې ارزونې له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه ۲٫۸ میلیون هکټارو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۲ میلیون هکټاره یې اوبیزه او ۸۰۴ زره هکټاره یې للمي ده، چې په ۱۴۰۲ کال کې د تېر کال په پرتله د هېواد تر کښت لاندې سیمو کې ۷٫۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د تېر کال په پرتله تر ټولو ډېر زیاتوالی په هرات، کندز، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې په اوبیزو ځمکو کې او په تخار، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې تر نورو ولایتونو ډېر په للمي ځمکو کې زیاتوالی راغلی دی.

له  بل لوري د نیمروز او فراه ولایتونو تر کښت لاندې سیمو کې بیا کموالی راغلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او مالوماتو ملي اداره د کرنیزو توکو د کښت او د محصولاتو تر را ټولولو بهیر سپوږمکیز انځورونه د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې تحلیل او تجزیه کوي او وخت پر وخت یې اړوند ارقام وړاندې کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *