کندهار کې د غنمو حاصلات زیات شوي
کندهار کې د نورو کلونو په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې کروندګر یې راتلونکو کلونو کې د غنمو کښت ته هیلهمند کړي دي.
کندهار کې د نورو کلونو په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې کروندګر یې راتلونکو کلونو کې د غنمو کښت ته هیلهمند کړي دي.
د یاد ولایت دامان ولسوالي چې د غنمو کښت له پلوه نوم لري، تېره اوونۍ پهکې د غنمو لو پیل شوی دی.
کندهار کې یو کروندګر محدابراهیم وايي، سږکال یې حاصلات ښه دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د غنمو پلور لپاره یې بازار پیدا کړي: «سږکال چې کوکنار بند شوي، اسلامي امارت امر کړی چې نور به نېشه یي توکي نهکرل کېږي. سږکال ډېر غنم کرل شوي. پر مسئولانو مو دغه غږ دی چې خپل امنيتي ځواکونو ته امر وکړي چې هغه غنم چې نورو هېوادونو ته استول کېږي، هغه راوګرځوي.»
کندهار کې د غنمو حاصلاتو کې داسې مهال زياتوالی راغلی چې سږکال په ټول هېواد کې د نشي توکو پر پېر او پلور د حکومت لهخوا بنديز لګول شوی دی.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست د زراعتي چارو امر ایمل حکیمي وايي، سږکال کندهار کې پر ۹۵زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي او د اټکل له مخې، به تر ۳۵۰زره ټنه حاصل ورکړي. هغه د غنمو د حاصلاتو ډېروالي لامل د ناروغيو نشتون او د نشي توکو د کښت مخنيوی يادوي.
نوموړي ووېیل: «په عمومي شکل که يې پرتله کړو د نورو کلونو په پرتله سږکال غنمو ښه نتيجه ورکړې ده چې سږکال نه کوم افت لري او نه کوم امراض لري، په نورو کلونو کې به غنمو امراض درلوده، خو سږکال ته چې وګورو ۳۰ سلنه زياتوالۍ ښکاره کوي.»
په هېواد کې د غنمو راټولو سره سم په بازارونو کې د غنمو بیې هم د پخوا په پرتله ټیټې شوې دي.
د کندهار يوه اوسېدونکي حاجي محمد سلاموطندار ته وویل، د تېر په پرتله د غنمو بیې ښکته شوي او حکومت بايد د دغو غنمو د حاصلاتو لپار زېرمې جوړې کړي، څو په راتلونکي کې افغانستان د غنمو د کمښت سره مخ نهشي.
هغه وویل: «سږکال ټول ښه غنم دي او ښه برابر دي چې قيمت یې ټيټ شي، ټول خلک به هوسا شي، اوس بېرته د غنمو بیې لوړېږي هر څوک چې غنم واخلي وړي يې زېرمه کوي يې، هر چاته چې ووایې چې لږ غنم راباندې وپلوره، نه يې پلوري.»
کندهار کې يوشمېر نور کروندګر بیا وايي چې دوی اوس هم د غنمو کښت او د حاصلاتو راټولولو په پخواني او دودیز ډول کېږي چې کار یې سخت او ګټهوټه یې کمه ده.
بلخوا د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امریت وايي چې تېرکال کې یې ۵۰زره بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه وېشلي او ۹زره نورو سره یې نغدي مرستې کړي دي.
شمسالرحمن موسي وايي چې روان کال کې به د یوه مشخص پلان له مخې کندهار ته د بېکیفیته زراعتي درملو د مخنیوي په پار یو لابراتوار هم فعال کړي او په راتلونکې کې به د بزګرانو حاصلاتو د ساتنې په موخه سړېخونې هم جوړې کړي.