اجتماعی

د پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځ په مناسبت پناه غوښتونکو سره باید تل انساني چلند وشي

په افغانستان کې دتیرو کابو څه باندې څلورو لسيزو جګړی دوام، سره له دی چې افغان ولس ته یې نه جبيره کيدونکي ځاني اومالي زيانونه اړولي دي، بلکې ددی ترڅنګ زموږ په ميليونونو هیوادوال دګاونډيو هیوادونو لکه پاکستان ، ايران، ترکیې او تاجکستان په ګډون دنړۍ ګڼ شمیر هیوادونوته دکډوالۍ او پنا غوښتنې تريخ اوستونزمن ژوند ته اړکړي چې په دی ترڅ کې زياتره افغانان پاکستان اوايران ته كډه شوي او له يو لړ ستونزو سره سره ترننه پوری ديادو هیوادونو دامنيتي ارګانونو له خوا په ډول ډول پلمو او بهانو تل وهل او ټکول کېږي، ځوروي يی، آن زندان ته يی اچوي اوپه ډیر بد حالت کې دهرراز قوانينو پرخلاف له کورنيو سره يوځای اوياهم په يوازی ډول په اجباري او غيرانساني توګه افغانستان ته را شړل کېږي  اوتل له افغان کډوالو څخه سياسي ګټه پورته کوي

شاه محمود درویش

په افغانستان کې دتیرو کابو څه باندې څلورو لسيزو جګړی دوام، سره له دی چې افغان ولس ته یې نه جبيره کيدونکي ځاني اومالي زيانونه اړولي دي، بلکې ددی ترڅنګ زموږ په ميليونونو هیوادوال دګاونډيو هیوادونو لکه پاکستان ، ايران، ترکیې او تاجکستان په ګډون دنړۍ ګڼ شمیر هیوادونوته دکډوالۍ او پنا غوښتنې تريخ اوستونزمن ژوند ته اړکړي چې په دی ترڅ کې زياتره افغانان پاکستان اوايران ته كډه شوي او له يو لړ ستونزو سره سره ترننه پوری ديادو هیوادونو دامنيتي ارګانونو له خوا په ډول ډول پلمو او بهانو تل وهل او ټکول کېږي، ځوروي يی، آن زندان ته يی اچوي اوپه ډیر بد حالت کې دهرراز قوانينو پرخلاف له کورنيو سره يوځای اوياهم په يوازی ډول په اجباري او غيرانساني توګه افغانستان ته را شړل کېږي  اوتل له افغان کډوالو څخه سياسي ګټه پورته کوي ، دیادونې وړده چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولې میاشت (۳۰) مه نیټه چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د جون له (۲۰) مې نیټې سره سمون لري د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ ده ، البته په دې مناسبت د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د حکومتونو او ځینو بشرپاله ټولنو له لورې ناستې او غونډې جوړیږي او په ټوله کې په دې باندې ټینګار کیږي چې په اړوندو هیوادونوکې باید تل له کډوالو او پناه غوښتونکوسره د انساني کرامت له مخې نیک سلوک، ښه چلند او د بشر په توګه د دوئ دحقه حقونودرناوی  وشي او هیڅکله هم د دوئ پروړاندې باید له زور، جبراو تاوتریخوالي څخه کار وانه خیستل شي د پناه غوښتنې او مهاجرت  مسئلې ته باید سیاسي رنګ ورنه کړل شي او دا مسئله بایدهیڅکله هم د هیوادونو ترمنځ دسیاسي رقابتونواو نورو ملحوظاتو ښکار نه شي او د نړۍ په هر ګوټ کې باید له کډوالو او پناه غوښتونکو سره تل د بشرپالنې په عالي روحیه ښه سلوک او انساني چلند وشي. خو برعکس افغان کډوال او پناه غوښتونکي چې په ګاونډي هیواد ایران او پاکستان کې ژوند کوي دوئ تل د کال په مختلفو موسمونوکې کې د هر ډول انسانې اصولو خلاف په اجباري توګه افغانستان شړل کیږي.

البته په ټوله کې باید وویل شي چې دكډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو دعالي کميشنرۍ دپاليسي له مخی افغان كډوال بايد خپل هیواد ته په تدريجي او آبرومندانه ډول را ستانه کړای شي، نه په اجباري اوغيرانساني ډول، خو سره له دی هم يو شمیرافغان كډوال چې له نورو ملکونو څخه هیواد ته را ستنیږي ډیره اړينه او ضروري هم بیا دا ده چې راستنیدونکو كډوالوته باید په هیواد کې دننه د ورځني ژوند دپرمخ بيولو اوسالمی بوختيا په موخه دوئ ته دکار لازم شرايط اوښه زمينه مساعده شي ترهغو چې په ورځني ژوند کې دوئ او ددوئ کورنۍ له زياتو ستونزو سره مخ نه شي، بلکې آبرومندانه ژوند اختيار کړي، همداشان هیواد ته د راستنو شويو كډوالو لپاره دكار زمينی دبرابرولو ترڅنګ باید سرپناه  په برخه كی هم د اسلامي امارت اړوندې  مسوولې مراجع  باید جدي پاملرنه وکړي ترهغو چې په ټولیزه توګه هیواد ته راستنیدونکې کډوال له ډیرو ستونزو او کړاونو سره مخامخ نه شي ، بلکې دوئ ته په خپل هیواد کې د ننه د آبرومندانه او باعزته ژوند د پرمخ بیولو لازم شرایط مساعد شي ، په دی هيله چې لومړى، خو بايد په كومو هیوادونو كی چې هلته افغان كډوال او پناه غوښتونکي اوسیږي بايد په دوئ باندې دهرډول نړيوالو كنوانسيونونو خلاف فشار رانه وستل شي، بلكی دكډوالۍ او پناه غوښتنې مسئلی ته بايد ديوی بشپړی انسانی مسئلی په توګه وكتل شي او په ټوله كی سياسي مسايل بايد هیڅكله هم دكډوالو او پناه غوښتونکو پرژوند اغيزه ونه كړي، په دويم قدم كی اسلامي امارت هم باید دكډوالورا ستنيدوته لازم تدابير او امكانات برابر كړي، ځكه چې تر ابده خو افغانان په پرديو هیوادونو كی نه شي اوسیدلى اونه هم دكډوالۍ له حقارت څخه ډك ستونزمن ژوند زغملى شي، بلكی دا مسئله د حل اساسي لاره غواړي اوبايد چې په دی اړوند اسلامی امارت او د ملګرو ملتونو سازمان په ډیر جديت سره ځانګړی پاملرنه وكړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *