اجتماعی

د مور د  درنې ورځې په ویاړ مور د مهر، عاطفې او رښتینې مینې سرچېنه ده

ښځه په حقیقت کې مور ده او مور د مهر، عاطفې او رښتینې مینې سرچېنه بلل کېږی او په هره ټولنه کې باید ددوئ حقه حقوق رعایت شی او پروړاندی یی له هیڅ راز تاوتریخوالی څخه کار وانه خیستل شی، بلکې په رښتینی توگه د درنښت وړموجود په توگه باید ورته وکتل شی او په هر اړخیز ډول یې درناوی وشی  ځکه چې د اسلامی احکامو او نافذه قوانینو پربنسټ ښځه هم د یولړ ځانګړو حقوقو لرونکې ده او داسلام سپیڅلی دین هم تل د ښځو د حقوقو په تامین او رعایت ټینګار کړیدی خوسره له دی، بیا هم زمونږ په هیواد کې د ښځو حقوقو ته پوره پاملرنه نه ده شوی او ددغه مظلوم او معصوم قشر پروړاندی تبعیض، توپیر او تاوتریخوالی شتون لری چې زیاتره له دینی احکامو څخه دهیواد د ځینو وګړو بی خبری او په کافی ډول د معلوماتو نه لرل دی چې د ښځو حقوق یې په ځینو برخو کې تر پښو لاندې کړی اویاهم په وړاندی یې

شاه محمود

د انسانی اصولو پرخلاف ناوړه چال چلند اوله تاوتریخوالی څخه کار اخیستل کېږی په دی باب دا د رسنیو ستر مسئولیت او رسالت دی چې تل د ښځو د حقه حقوقو په اړوند داسلام  د سپیڅلی دین احکام  دپراخو تبلیغاتو پربنسټ د هیواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو غوږونو ته ورسوي، ترڅو هغوئ په آګاهانه  ډول د ښځو پروړاندې له هرراز تاوتریخوالي څخه لاس په سراو دښځو د حقه حقوقو رعایت کوونکې شي او د ژوند په پړاویزو شیبو کې د دوئ پروړاندی له انسانی چال چلند او ښه سلوک څخه کار واخلی ، ځکه ښځه یعنی مور او مور بیا هغه ښکلی، سپیڅلی،خوږ او زړه ته رانږدی لفظ دی چې د نوم په اخیستلو یې بیا له ورایه د هغې د مهر، عاطفې او سپیڅلې مینې څخه ډکه توده غیږه د هر انسان سترگو ته ودریږي او په یوه شیبه کې د مور هغه ټولې هلې ځلې او بې دریغه زحمتونه چې یې د خپل اولاد دښې روزنې، پالنې او ساتنې لپاره ترسره کړي دي یو په یو یې سړی احساسوي، پردې اساس ښځه چې په حقیقت کې مور ده او مور د مهر، عاطفې او رښتینې مینې سرچېنه بلل کېږي، ددې ترڅنګ مور د انساني ژوند او انساني ټولنې  دروزنتون، زانګو او د مور سپیڅلې غیږه د اولاد لومړنۍ تکيه ګاه ، پناه ګاه ، ښوونځی او په ټولیزه توګه د نوي نسل روزونکې، پالونکې او ساتونکې هم ده، که چېرې د نوې پیړۍ د نوښتونو او دنوي تخنیک او تکنالوجي پرمختګونو ته نظر واچوو، څرګنده به شي چې دا ټول د هغو انسانانو د پوهې ، ذکاوت او وړتیا زیږنده ده چې هغوی ټول د یوې ښځې چې په حقیقت کې همدا مورده په سپیڅلې غیږه کې روزل شوي ، پالل شوي او ټولنې ته د غوره خدمتونو دترسره کولو لپاره وړاندې شویدي، نوځکه ښځه چې په حقیقت کې مور ده له هره پلوه دبی ساري ارزښت او درنښت وړ بلل کېږي او د اسلام مبارک دین هم تل د مور ستر مقام د ستاینې، ارزښت او درنښت وړ بللی دی، بهترین حقوق پرخلکو د مور اوپلار حق دی چې تل باید د غوره خدمتونو په ترسره کولو سره هغه ادا کړای شي او تل د هغوئ پروړاندې  انساني چلند، بشپړ ادب او ښه سلوک وشي، البته دا باید هیر نه کړو چې نارینه او ښځینه په حقیقت کې د انساني ټولنې جوړوونکي دي، پاک الله (ج) ښځه او نارینه یودبل لازم او ملزوم ګرځولی دی ترهغې چې  د دوئ په موجودیت سره انساني نسل بقا ومومي، نوپردې اساس  چې ښځه په حقیقت کې مورده  تل د درنښت وړ او واجب الاحترام  ګڼل شویده  نو پروړاندې یې باید له هیڅ راز تاوتریخوالی څخه کار وانه خیستل شي، بلکې تل باید انساني چلند او ښه سلوک  ورسره وشي، ځکه همدا ښځه ده چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي اوله دوئ پرته اصلاً د نارینه وجود نیمګړی دی، پردې بنسټ  لازمه ده چې په هر ډول حالاتو کې د اسلامی احکامو او د انسانی اصولو له مخې د ښځو د حقه حقوقو درناوی وشي ترهغه چې په ټولنه کې ټولنیز نظم او ثبات تلپاتې او پایښت لرونکې شي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *