افغانستان

خلیفه سراج الدین حقاني د فاریاب خلکو ته:د آبادۍ او نظام د استحکام لپاره را‌سره مشورې او وړاندیزونه شریک کړئ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د خلکو استازو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.  

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د خلکو استازو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د یادې غونډې پیل کې د سرپل مرستیال والي محمد نادر حقجو د خلیفه سراج الدین حقاني د سفر له امله مننه وکړه او  سرپل ته ورتګ او هلته یې له خلګو سره لیدل د امنیتي وضعیت د ډاډمنتیا قوي دلیل وباله.

ورته مهال خلیفه سراج الدین حقاني وویل: «بهرنیانو ملي وحدت ته زیان ورساوهٔ او بې اعتمادي یې جوړه کړه؛ خو زموږ د ولس د ملي عزم په نتېجه کې د وخت واکمنې امپراطورۍ او نورو یرغلګرو هېوادونو لښګرو ماتې وخوړه.»

حقاني زیاته کړه، چې زموږ ترمنځ نفرت د دښمنانو پاشلي زهر دي او موږ بهرنیانو د دې لپاره پاشلي وو ترڅو اشغال یې دوام ومومي، مګر دوی لاړل، آزادي راغله او شریعت نافذ شو.

هغه وویل، چې په اسلام کې تعصب او جلاوالی حرام دی، مونږ باید هغه وحدت لرو چې خپل مبارک دین راښودلی دی.

د کورنیو چاور وزارت سرپرست دغه راز وویل: « هغوی چې پردیو سره یو ځای د خپلو افغانانو په کورونو ورننوتل، وطن او آزادي یې معامله کړه، هغوی سره یو ځای لاړل، اوس یې هم د تاریخ او آخرت پېټي ډېر درانده دي، نور دې زموږ مؤمن ملت ته د بهرنیو د خوشحالولو لپاره د بدو ورځو هیلې نه کوي او نه موږ اجازه ورکوو چې هغه ترخې خاطرې بیا راژوندۍ شي.»

خلیفه سراج الدین حقاني د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې د وطن د آبادۍ او نظام د استحکام په خاطر را سره مشورې او وړاندیزونه شریک کړئ او زه به یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله اړوند مسایل تر هغه ور ورسوم.

نوموړي زیاته کړه، چې هېچا ته د زورواکي اجازه نه ور کوو او نه باید حاکم له واکه غلطه استفاده وکړي.

هېره دې نه وي، چې خلیفه سراج الدین حقاني پرون ورځ هم فاریاب ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د خلکو استازو سره لیدلي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *